قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر «الیوم السابع» ورځپاڼې نه په نقل، ریکا موګرینی د قاهره پوهنتون مرکزی کتابتون نه «اروپا او عرب ځوانان» عنوان لاندې خپل یو تقریر کې وویل: مخکنې او اوسنې ډیر دلیلونه موجود دی چې سبب جوړېږی مونږ اروپایان له مصریانو سره همکاری وکړو.
د اروپا د خارجی سیاست اتحادیه مشرې زیاته کړه: د قرآن وینا په رڼا کې ټول انسان له یوبل سره برابر دی.
هغې څرګنده کړه: مونږ ټول ګډ لید سره لرو چې د سولې او آرامښت لپاره سره کار وکړو اروپا او عرب نړۍ هم دې مشترکه ګټو پسی ګرځی.
موګرینی څرګنده کړه: مونږ غواړو چې ترهګری ختم شی او بې له وېری ژوند ممکن شی.
هغې په اخیره کې تاکید وکړو: زمونږ د ټولو اهداف یو دی او مونږ ټول سلامتې، کرامت او امنیت غواړو.
http://iqna.ir/fa/News/3443476