IQNA

د پاکستان سیاسی فعال:

داعش د صهیونیستو امنیتی چتر دی

12:03 - November 08, 2015
د خبر لمبر: 3444700
خارجی څانګه: سید محمد رضا آغا دې وینا سره چې داعش د امریکه او رژیم صهیونیست اجیر هیوادونو نه حمایت کوی، وویل: دا ترهګره ډله د اسرائیل امنیتی چتر دی.


د تکفیری بهېر نن نه دا چې یواځې د اسلامی نړۍ لپاره لوې خطر دی بلکې د بشر لپاره هم دی. داعش تکفیری ډله نن سره د اسلام مخ ویجاړولو سره یوه بله وظیفه هم لری او هغه د اسرائیل د امنیت نه دفاع ده.

سید محمد رضا آغا د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) سره مرکه کې دا مسئله باندې خبرې وکړی او خپل نظر یی څرګنده کړو.

هغه وویل: د داعش جوړوونکې او حمایت کوونکې سره د دې چې په دغه سیمه کې خپل جغرافیایی ګټې اخیستلو سره د اسلام په غرب کې خپرېدو نه وېرې سره د هغې مقابلې لپاره د اسلام خلاف تبلیغ ګټه هم ترلاسه کوی.

د مجلس وحدت مسلمین پاکستان مشر دې ته اشاری سره چې د اسلام خپرېدو سره مقابله اصل کې د اسلامی انقلاب کامیابی نه پس شروع شوی وویل: د اسلامی انقلاب کامیابی نه پس به پاکستان او افغانستان غونډې هیوادونو کې د افراطې ډلو بنسټ واچولې شو او د طالبانو، القاعده او نورو تکفیری ډلو په شکل کې ورته وده ورکړه چې د سعودی عرب او اماراتو به ترې حمایت کولو.

ټولو نه زیات مسلمانان د داعش قربانیان دی

هغه ادامه کې وویل: لکه څرنګه چې وویل شو چې د دې ډله صهیونیستو سره اړیکې څرګنده دی نو هم ځکه یی نن تر ټولو زیات ښکار مسلمانان شوی او زیات تاوانونه یی هم اسلامی هیوادونو ته ورکړی او د اسرائیل د منافعو نه دفاع کوی.

سید محمد رضا آغا دې وینا سره چې داعش د امریکه او رژیم صهیونیست اجیر هیوادونو نه حمایت کوی، وویل: دا ترهګره ډله د اسرائیل امنیتی چتر دی.

د تکفیری بهېر نن نه دا چې یواځې د اسلامی نړۍ لپاره لوې خطر دی بلکې د بشر لپاره هم دی. داعش تکفیری ډله نن سره د اسلام مخ ویجاړولو سره یوه بله وظیفه هم لری او هغه د اسرائیل د امنیت نه دفاع ده.

د پاکستان بلوچستان ولایت مجلس غړی د داعش په شام کې فعالیت په اړه وویل: د شام خلک بشار اسد نه حمایت کوی خو ولی داعش د اسلامی شعار سره په دغه هیواد کې سیاسی بدلون او اسلامی حکومت جوړولو لپاره ننوتلې، خو ولی د دې هرڅه هدف اسلامی هیوادونو ته خسارت ورکول دی.

داعش د فکر له نظره اهلسنت کې هم ځای نه لری

هغه د داعش دا ادعا چې د اهلسنت له حقوقو نه دفاع کوی ته اشارې سره وویل: دا ډله د فکر له نظره اهلسنت کې هم نه لری د ترهګرو ډلی فکر او د اهلسنت فکر کې توپیر ټولې نړۍ ته څرګنده دی لکه څرنګه چې پاکستان کې هم له دې ډلې نه د اهلسنت مشرانو بی زاری او نفرت څرګنده دی.

سید محمد رضا آغا زیاته کړه: پاکستان کې دې تکفیری ډلې څو ځله د اهلسنت سپېڅلې ځایونو او د شیعه او سنی غونډو باندې حملې کړی، دا سلفی ډله بې له تکفیر نه بل څه کار نه لری او یو شمېر هغه خلک چې عربستان سره تړلې دی ترې حمایت کوی، خو ولی اکثر اهلسنت ترې د برائت اعلان کوی.

د پاکستان بلوچستان ولایت غړی دې ته اشارې سره چې د دې تکفیری ډلې له اړخه غږیز او انځورونه او دا رنګه ویډیو چې په کې سر پرېکړی کېږی وویل: داعش خوف او وېره پیدا کولو لپاره دې نه استفاده کوی.

هغه دې ته اشارې سره چې د آل علی علیهم السلام سره دښمنې د اسلام له شروع نه تر اوسه پورې د خوارج په زړونو کې پرته ده، وویل: دا کسان یو اړخ ته د اسلام نه وېرولو مخ نیوې لپاره کار کوی او بل اړخ ته د اسلام دښمنانو خوشحالولو او په تېره بیا د وهابیانو خوشحالولو لپاره دارنګه ویډیو افتخار سره خپره وی.

داعش سره ځواکې او فکری مقابلې ته ضرورت

د پاکستان بلوچستان ولایت غړی  د عالمانو دندو ته اشارې سره وویل: له ښه مرغه پاکستان کې مسؤلانو او امنیتی ځواکونو دا مسئله په ښه ډول درک کړی چې که د دې خلکو له شروع نه مخنیوی ونشو نو دا به را روان وخت کې دې هیواد لپاره یوه لویه بلا وی، او هم ځکه نن د پاکستان ځواکونه دا د بېخه ختم کولو لپاره هر قدم اوچته وی.

هغه وویل: سره د ځواکې مقابلو باید د دې فکری مقابله هم وشی او له ټولو مهمه مقابله له دې ډلې سره فکری مقابله ده چې باید خلکو ته څرګنده شی چې د دې ډله فکر او اهلسنت نظر اختلاف لری چې دا کار عالمان او د پوهنتون او پوهنځو استاذان کولی شی او هغې که دا دنده په ښه ډول ترسره کړی او خلکو د دې مسئلې له خطر نه خبر کړی نو ډېر زر به دا تکفیری ډله له بېخه ختم شی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3438838

captcha