IQNA

عربستان کې د قرآنی نړیواله مقابلې به نن شروع کېږی

1:48 - November 09, 2015
د خبر لمبر: 3445926
نړیواله ډله: عربستان کې د قرآن د تلاوت، تفسیر او حفظ نړیواله مقابلو ۳۷ دوره نن، ۱۶ آبان نه په مکه کې شروع کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «باب» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د عربستان تبلیغاتو او اسلامی چارو اوقاف وزارت له اړخه مکه مکرمه مسجد الحرام په صحن کې پیل کېږی.

د عربستان قرآن نړیواله مقابلې په څلور برخو د ټول قرآن حفظ سره د تجوید او ښکلې وینا او د قرآن معنا او تفسیر، د قرآن ۱۵ سپارې سره د تجوید او ښکلې وینا سره او د قرآن ۵ سپارې سره د تجوید او ښکلې وینا کې پیل کېږی، د دې مقابلو څلورمه برخه د غیر اسلامی هیوادونو لپاره ده.

مدینه منوره اسلامی پوهنتون قرآن کریم پوهنځې مشر احمد بن علی السدیس، د عربستان طائف پوهنتون الهیاتو پوهنځې مرستیال ناصر بن سعود الثامی، د الجزایر مسلمانانو عالمانو ډلې د قرآن مدرسه کې د قرائت برخې مشر خالد بن علی محمد دربانی، د قرآنی څېړونکې ادارې استاد محمد ناصر عثمان صکتو، د نیجیریا السلطان محمد مثطو او مالیزیا کې د اسلامی مسئلو څارونکې مشر عبدالکریم زکریا د دې مقابلو داورانو کمېټی کې دی.

په دې مقابلو کې د شرکت کولو څه شرطونه دا دی چې د مقابله کوونکو عمر د ۲۵ کالو نه زیات نه وی، او د عربستان قرآنی نړیواله مقابلو کې د ګډون ړومبنې ځل وی، او همدارنګه مقابله کوونکې نباید د خپل هیواد کې په قرائت او تجوید مشهور وی.

http://iqna.ir/fa/News/3444186

captcha