IQNA

د انګلستان «نورویچ» مسلمانانو ټولنې ته د لرغونې قرآن نسخه ډالی کول

0:39 - November 14, 2015
د خبر لمبر: 3447723
نړیواله ډله: د قرآن یو لرغونی نسخه چې د ړومبنې نړیواله جنګ له وخته ده د انګلیستان «نورویچ» ښار مسلمانانو ته ډالې شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ITV» خبرونو بنسټ نه په نقل، د قرآن دا لرغونې نسخه چې د ړومبنې نړیواله جنګ کې د نابودی خطر سره مخامخ وه د یو پاکستان برطانیایی ځواک له اړخه د انګلیس «نورفوک» ښار ته وړلې وه.

اوس د دغه برطانیایی سړی لور دغه لرغونې قرآن کریم د مسلمانانو ډلې ته ډالی کړو.

مسعود قادر د نورویچ او تورفوک ښارونو مسلمانانو انجمن استازی په دې اړه وویل: ډېره خوندوره خبره ده چې د یو غیر مسلمان له اړخه د قرآن دا لرغونې نسخه چې لرغونتوب یی تر ۱۰۰ کالو پوری دی ترې حفاظت کړی.

هغه زیاته کړه: دا مونږ لپاره یو درس دی چې مونږ یو بل سره د مذهبی فرق ساتلو سره یو بل نه احترام وکړو او له دې نه زیاته د انسانیت خیال وساتو ځکه چې مونږ ټول انسانان یو.

http://iqna.ir/fa/News/3446341

captcha