قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «aninews» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مانی شانګار عیار د ۲۳ آبان باندې د پاریس ښار کې مرګونی برید باندې غبرګون څرګنده کړو او وې ویل: غربی هیوادونو کې د اسلام ویرول باید زر تر زره وتمبولی شی، او باید مسلمانان دا اطمینان ولری چې هغوی سره هم لکه د دې هیواد د نورو ولس غوندی چارې ترسره کېږی.
هغه ادامه کې وویل: سره د خواخوږی او خواشینی ښکار کولو سره باید مونږ دې مسئله باندې فکر وکړو چې ولی حالات تر دې راورسیدل؟ هغه څه چې داعش کوی سختی سره یی محکوم کوو او دې ډلې د دې حملو سره خپل کلانکاری، ځناور خویی او وینی تویښت نړۍ ته څرګنده کړو.
مانی شانکار عیار وویل: مونږ د ترهګری دا حملې محکومه وو خو ولی محکوم کول کافی نه دی، او دا مسئله اړتیا لری چې سملاسی یی څېړنه وشی او د دې سبب ترلاسه کولو سره هغی باندې کار وشی.
هغه وویل: مونږ همېشه اطمینان لرو چې انسانیت په ترهګری او سوله په خشونت باندې برلاسه دی او تعصب هیڅکله به رورولی ته ماتی ورنکړی.
http://iqna.ir/fa/News/3449400