قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، راپور کې راغلی، دا شیعیان د افغانستان پایتخت کابل او د قندهار ترمنځه ستر عمومی سړک نه تښتولی دی.
د دې پېښی نور جزئیات نه دی وړاندی شوی.
تېره هفته د افغانستان په زرګونو خلکو د داعش ترهګری ډلې له اړخه د افغان ۷ شیعیانو نه سر پرېکولو باندې اعتراض لپاره کابل کې د ولسمشر دفتر مخی ته راغونډ شوی وو.
او دا کسان څو میاشتی مخکې د غزنی ښار اصلی سړک نه تښتولی شوی وو.
اعتراض کوونکو دا رنګه وحشی اقدامات محکوم کولو سره تابوتونه ځان سره راوړی وو چې په دی پېښه کې لاس لرونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه یی وکړه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د افغانستان ملی وحدت حکومت شورا مشر عبدالله عبدالله دا پېښه په سختی محکوم کړی.
د فروری میاشته کې هم۳۱ کسان د هزاره ښاریان هم تښتولی شوی دی.
د افغانستان هزاره قوم چې ډیر په کې شیعیان دی له یوې موده راسی دې بدخویه او ستونزو او اذیت سره مخامخ دی. د ۱۹۹۰ نه پس د طالبانو او القاعده په دغه هیواد کې قدرت ترلاسه کولو نه پس د هزاره په زرګونو کسان وژلی شوی دی.
http://iqna.ir/fa/News/3455141