IQNA

فلسطینی محصل په ۱۷ ورځو کې ټول قرآن حفظ کړو

11:15 - November 22, 2015
د خبر لمبر: 3455548
نړیواله ډله: د فلسطین غزې تړانګې کې محصل صبح وجیه الفیق په اولس ۱۷ ورځو کې د ټول قرآن حافظ شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «فلسطین آنلاین» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا فلسطینی محصل چې ټول قرآن کریم یی په ۱۷ ورځو کې حفظ کړو، د غزې تړانګی ړومبنۍ حافظ دی چې قرآن یی په دومره لږ وخت کې حفظ کړی.

صبح وجیه القیق په دی اړه وایئ: قرآن حفظ کول زما ارمان وو او اوس د الله تعالی په مرسته او لطف سره دا سپېڅلی کتاب می حفظ کړو او هغه مهربان رب زما دعا قبول کړه.

هغه زیاته کړه: د قرآن حفظ کولو لپاره چی ما کوم لار او طریقه په کار کړه، هغه طریقه ما «کیف تحفظ القرآن فی أقل من ۳۰ یوما» «څه رنګه قرآن په له ۳۰ نه کم ورځو کې حفظ کړو» نومی کتاب کې لیکلی چې ډېر زر به خپور شی.

صبح وجیه د «فیزیک پلاسما» برخه کې خپل تحصیل کې مشغول دې او هیله لری چې د دکترا نه پس به د فریکس په اړه ۱۲ کتابونه په لیک او منتشر کوی.

هغه هم دارنګه«مدخل الی علم الفلک» «ستور پوهنه علم باندې مقدمه» کتاب خپل تحصیلی وخت کې د «الاقصی» پوهنتون نه په لیک کړی.

دا فلسطینی فعال محصل به ډېر زر د خپل ملګرو په مرسته د ستور پوهنه او د نجوم علم په اړه مجله خپره وی چې پخپله به پری څارنه کوی.



http://iqna.ir/fa/News/3454891

captcha