IQNA

بحرین قرآن نړیواله مقابلو اخیرنۍ دوره شروع شوه

0:55 - November 23, 2015
د خبر لمبر: 3455824
نړیواله ډله: د «سید جنید عالم» جایزه قرآن کریم حفظ او قرائت نړیواله مقابلو ۱۳ دورې اخیرنی مرحله پرون ۳۰ آبان باندې بحرین کې شروع شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «alwasatnews.com» خبرونو ویبپاڼی نه په نقل، د د «سید جنید عالم» جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلې په دوه برخو حفظ او ښکلې تلاوت سره د سراسر نړۍ ۵۴هیوادنو ۵۴ قاریانو شتون سره په بحرین کې پیل کېږی.

دا مقابلی د بحرین «د قرآن خادمان» انجمن په مرسته او د «سید جنید عالم» موسسه په حمایت سره پیل کېږی.

دا قرآنی مقابلې به د بحرین «احمد الفاتح» اسلامی مرکز کښې پیل کېږی او تر ګل ورځی دریم آبان پوری ادامه لری.

د «سید جنید» قرآن نړیواله مقابلې به سحر او ماسپښین په دوه وارو کې پیل کېږی، او د جمرات په ورځ پنځم آذر باندې به د دې دوری اخیرنی مقابلې او د ترسره کېدلو مراسم پیل کېږی.

دا مقابلې پیل کوونکې کمېټه مشر عبدالغنی العمری په دې اړه وویل: د بحرین قرآن کریم خادمانو انجمن افتخار کوی چې د دې ستری اسلامی مقابلې پیل کوونکې هغه دی، او دا مقابلې د دې انجمن او د «سید جنید» موسسه له اړخه د قرآن کریم خدمت، حفظ، تلاوت او د دې سپېځلی کتاب په ښودنو باندې عمل لپاره پیل کېږی.

هغه زیاته کړه: د مقابلو په دې دوره کې، د ۵۴ هیوادونو نه ۵۴ قاریان شتون لری چې د عربی او اسلامی هیوادونو سره د نړۍ مختلفو هیوادونو نه راغلی.

العمری د داورانو کمېټه ته اشارې سره وویل: د دې مقابلو داورانو کمېټه کې شپږ داوران دی، چې دعربی هیوادونو وتلی حافظان دی.

د «سید جنید» قرآن نړیواله مقابلې د ۲۰۱۴ کال نه له قرآن کریم حفظ نړیواله انجمن له اړخه د نړۍ غوره مقابلو په عنوان سره معرفی شوی.



http://www.iqna.ir/fa/News/3455460

captcha