قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البوابه نیوز» نه په نقل، د مسلمانانو پوهاندو شورا مشر علی النعیمی، پرون د دغه شورا به غونډا چې په قاهره او د شیخ الازهر احمد الطیب په مشرتوب کې پیل شوه خپل تقریر کې وویل: د ترهګرو او افراطی ډلو نابودی یواځی د ټولو پیوستون سره ممکنه ده.
هغه ادامه کې د فلسطین په خلکو باندې د صهیونیستو ظلمونو ته اشارې سره وویل: هغه څه چې اسرائیل هر ورځ د فلسطین خلکو سره کوی، د نړیواله قانون او انسانیښت خلاف ګڼلی کېږی.
علی النعیمی همدارنګه د غونډی پرانیسته نه پس د خبریالو سره غونډه کې ګډون وکړو او تاکید یی وکړو چې تراوسه د ترهګری ښکار شوی زیات کسان هم مسلمانان دی، وویل: د اسلام روښانه دین د ترهګرو حملو سره چې څوورځی مخکې فرانس او مالی کې پیل شوی هیڅ اړیکه نه لری، او د ترهګری او اسلام ترمنځه هیڅ اړیکې شتون نه لری.
انعیمی له ټولو پوهاندو، کلتور پوهه او عالمانو چې مختلف قومونو نه راټول شوی وو د ترهګرۍ سره مقابلې لپاره د پیوستون او د هغی مخنیوی غوښتنه وکړه.