IQNA

د کاناډا فیزیک پوهاند:

د ایران لارښود لیک کې د نړیواله ترهګری ریښو نه ژوره شننه شوی

12:23 - December 07, 2015
د خبر لمبر: 3460719
نړیواله ډله: دنیس رنکورت د اسلامی انقلاب لارښود غربی ځوانانو ته لیک د نړیواله ترهګری نفسیاتی او جغرافیائی سیاست ریښو نه ژوره شننه وټاکله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کاناډا فیزیک او پوهاند خپل فیس بک پاڼه باندې لیکلې: سره د دې چی زه ځوان نه یم یبا مې هم د ۲۹ نومبر لیک ډېر شوق او مینې سره لوستلی، دې لیک زما زړه او عقل باندې اثر کړی.

د اتاوا پوهنتون تېر شوی استاد زیاته کړه: زه ستاسو د د نړیواله ترهګری نفسیاتی او جغرافیائی سیاست ریښو نه ژوره شننه باندې تاسو نه مننه کوم او عقیده لرم چې ستاسو په دې اړه بلکل ټیک لیکل کړی.

هغه هیله څرګنده کړه چې غربی ځوانان له دې لیک ژور لوست سره غرب کې وېښتیا لپاره لارې چې ډېر ضروری کار دی، برابر کړی.

رنکورت همدارنګه آیت الله خامنه ای د ایران لپاره ستر نعمت وټاکلو او وې ویل: کاناډا کې مونږ یواځې خرټه، دوه مخې او ګټه اخیستوونکې سیاست کوونکې لرو چې یواځې تش او زاړه شعارونه وورکوی او خپلو ګټو او د متحده ایالاتو رضایت ترسره کولو پسی دی.

آیت الله خامنه ای، د اسلامی انقلاب لارښود آذر میاشته کې د غرب ځوانانو لپاره لیک لیکلې وو، چې په کې د «د اسلامی نړۍ ځنې سترو قدرتونو له اړخه د ترهګری نه حمایت، او د اسرائیل ترهګر حکومت نه ملاتړ او اسلامی نړۍ باندې په اخیرنۍ کلونو کې بریدونه» ته اشاری سره وویل: زه له تاسو ځوانانو غوښتنه کووم چې یو صحیح پېژندتیا سره او ژور کتنې سره او د ناوړې تجربو نه استفاده سره خپلمنځی بنسټ د اسلامی نړۍ سره د رښتونی او پتمنی په اساس شته کړی.



3459828

captcha