IQNA

مالیزی کی د ایران کلتوری اداری مشر وویل:

خپل نفس کې څېړنه او سپځلې فطرت ته راستنېدل، د اورپا ځوانانو ته د ستر لارښود د لیک پیغام وو

23:52 - December 08, 2015
د خبر لمبر: 3461377
خارجی څانګه: علی اکبر ضیائی وویل: د اورپا ځوانانو ته د اسلامی انقلاب لاښود لیک کې د خپل نفس څېړنه ځان ته بیا کتنه او سپځلې او پاک فطرت به راستنېدل هغه پیغام وو چې د صهیونیستی او غربی رسنۍ کې ورک دی.


مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر علی اکبر ضیائی د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د آیت الله خامنه ای، د اسلامی انقلاب مشر لیک تاثیر په اړه وویل: د اسلامی انقلاب لارښود غربی ځوانانو ته دویم لیک د ړومبنې لیک عمومی ځوانانو نظریو باندې تاثیر نه پس لیکلې شوی او یقین لرم چې که په ښه توګه د دې خبرتیا وشی نو مونږ به په دې ډګر کې د نوې پرمختیا شاهد وو.

هغه وویل: هغه وخت د افراطی ډلو تبلیغات په ځوانانو باندې اثر کوی چې کله د دارنګه باورونو لپاره ورته ډګر موجود وی نو ځوانانو کې بیا دا باور وجود لری.

مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر ادامه کې وویل: د ځوانانو افراطی ډلو ته جذب کېدلو درې ستر علتونه وجود لری چې هغه ټول سببونه او د هغې په دینی ښودنو کې مخنوی په اړه، ړومبنۍ او دویم لیک کې د اسلامی انقلاب لارښود ورباندې تاکید کړی.

ضیایی وویل: نن وخت کې د غرب ځوانانو سره نیغ په نیغه اړیکه بی له سیاسی ثنا نه ډېر ضروری وو او د اسلامی انقلاب لارښود دا اقدام د هغوی د هوښیاری نښه ده.

هغه څرګنده کړه: د هغه بنسټېزه لیکو پر اساس چې آیت الله خامنه ای انځور کړی غرب یو دارنګه تعلیمی جوړښت لری چې که پوهاند، دینی فلسفه او سیاست تګلار جوړوونکې ورته توجه ؤ نکړی نو په راوان نږدی وخت کې به یو شمېر خلک د افراطی ډلو مننونکې او د مسلمانانو او غرب سره مخالف شی، یعنی غرب به د دوه برخیزه افراطی جریان قربانی شی.



معنوی نشتوالی، د غربی ځوانانو افراط ګرایی ته د پلویتوب سبب دی

مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر د غرب تعلیمی جوړښت د اصلاح په ضرورت باندې تاکید سره وویل: د غرب تعلیمی نظام زیات تکنولوژی میلان لری او په دې کې پرمختګ کړی، خو ولی د غرب له معنویت او دین نه لاپروائی سبب جوړ شوی چې د غرب ډېر تعلیم یافته ځوانان خپل معنوی نشتوالی پوره کولو لپاره یا مسیحی او یا نورو افراطی ډلو ته میلان پیدا کړی.

هغه زیاته کړه: د اسلامی انقلاب لارښورد د دویم لیک یوه بله مهم خبره دا ده چې دا لیک د غربی ځوانانو د ذاتی او ځانګړی هیلو او د زړه غوښتنو سره تړون لری، ځکه چې که چری دا غوښتنې په ښه ډول مهار نشی نو ځوانان د افراطی جریان ښکار کېږی.

ضیایی ادامه کې وویل: د اورپا ځوانانو ته د اسلامی انقلاب لاښود لیک کې د خپل نفس څېړنه ځان ته بیا کتنه او سپځلې او پاک فطرت به راستنېدل هغه پیغام وو چې د صهیونیستی او غربی رسنۍ کې ورک دی.

د مالیزیا او اندونیزیا رسنۍ کې د رهبر د لیک ځلوونکې خپورتیا

هغه د مالیزیا او اندونیزیا رسنۍ کې د رهبر د لیک ځلوونکې خپورتیا ته اشاری سره وویل: دا پیغام د چینی، مالائی او انګلیسی ژبو کې د ډېرو مالیزیایی کارنو په صفحه باندې خپور شوی او د مالیزیا ځوانانو ته دا پیغام ترلاسه کولو لپاره یی کوښښ کړی.

مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر به اخیره کې د صهیونیستو له اقتصادی حمایت سره د افراطی وجود کې راتللو ته اشاری سره وویل: که چرې غربی حکومتونو او نړیواله استکبار د خلکو د حقوقو خیال ساتلې او انسانی او د خلکو حق یی د صهیونیستو اقتصادی کارتل(یو شرکت) او د نړۍ اقتصاد لپاره یی د خپو نه لاندې کولی نو مونږ به اوس د داعش غوندې مختلفو افراطی ډلو سره نه وو مخامخ شوی.



http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3460253

captcha