IQNA

د عربستان له اړخه د وهابیت پراختیا باندې د جرمنی مخالفت

14:15 - December 12, 2015
د خبر لمبر: 3462267
نړیواله ډله: د جرمنی د ولسمشر مرستیال د سعودی عربستان له مقاماتو نه غوښتنه کړی چې خپل مالی حمایت جرمنی کې موجود د مذهبی مؤسسو چې د ترهګرو حامیان دی، پریکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پریس تی وی نه په نقل،زیګمار ګابریل د جرمنی سونتاګ بیلد ورځپاڼی سره مرکه کې وویل: نړۍ کې ټول وهابی جوماتونه د سعودی عربستان له اړخه حمایت کېږی، جرمنی کې ځنی هغه خلک چې خطرناک ګڼی کېږی د دغه مرکزونو نه راوتلی.

ګابریل چې د جرمنی ستر ولسمشر آنګلا مرکل، حکومت کې د اقتصادو وزیر هم دی، د سوریه بحران کې د عربستان چارو باندې سخته نیوکه وکړه، عربستان د سوریه ولسمشر بشار اسد، مخالفی ډلی نه حمایت کې ډېر مهم نقش لری.

هغه وویل: باید اوس په دی اړه عربستان ته څرګنده کړو چې دارنګه مسئلو حل لپاره د نورو لارو انتخاب وخت تېر شوی.

د جرمنی دموکرات سوسیال ګوند مشر اس پی دی د هغه جوماتونو او مؤسسو په خلاف اقدامات کولو غوښتنه کړی کومی چی وهابیت سره اړیکی لری.

ګابریل وویل: د سلفی جوماتونو افراطی فکر د ښی اړخی توند لارو نه زیات خطرناک دی.

توماس اوپرمان، د جرمنی پارلمینټ اس پی ګوند مشرهم غوښتنه کړی چې د دارنګه ښودنو مخنیوی وشی ځکه چې دا د جرمنی د اذادی قانون ړومبنی اصولو سره مخامخ دی.

اوپرمان د ولت ام سونتاګ جرمنۍ ورځپاڼی سره مرکه کې وویل: باید د عربستان مالی حمایت نه چې د وهابی عقایدو مرکزونو نه کوی مخنیوی وکړو.

هغه دی ته اشاری سره چې وهابیت داعش ډلی ته ښودنې کوی وویل: مونږ جرمنی کې دارنګه کارونه نه غواړو.

د اس پی دی ګوند مشرانو دا خیالات هغه وخت خپور شو چې کله د آنګلا مرکل حکومت جرمنی بهرنی چارو اداری چی بی ان دی نوم لری د عربستان په اړه دا خبر غلط ګڼلې او دغه هیواد یی د سمیی مسائلو حل کولو کې خپل ملګری ټاکلی.

د بی ان دی راپور کې، د عربستان بهرنی سیاست«مداخله جویانه» سره معرفی کړی او په کې راغلی چې ریاض د عرب نړۍ مشرتوب لپاره لټون کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3460613

captcha