IQNA

د لبنان مفتی اعظم

قرآن د مسلمانانو ړومبنی اساسی قانون دی

19:05 - December 12, 2015
د خبر لمبر: 3462286
نړیواله ډله: بیروت کې شیخ عبداللطیف دریان د قرآن حافظانو لمانځلو مراسمو کې قرآن د مسلمانانو ړومبنی اساسی قاون او د قانون ړومبنی او اصلی سرچینه یی وټاکله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «لیبانون فایلز» ویبپاڼی نه په نقل، د بیروت «الزیدانیه» سیمه کې د قرآن خدمت کوونکې مرکز کې د قرآن زدکړی نه فارغ نجلۍ او هلکانو د تحصیل نه فارغ کېدو او د ټول قرآن حفظ سره د تلاوت لسګونی طریقو باندی زدکولو سره پیل شو.

دا مراسم د لبنان مقر دارالفتوای کې د دغه هیواد ستر مفتی شیخ عبداللطیف دریان او د یو شمیر عالمانو او قرآن حافظانو شتون سره پیل شو.

هغه زیاته کړه: همدارنګه د لبنان مشر قاریان په دې هیواد کې او د عربی او اسلامی هیوادونو قرآن حفظ او تلاوت مقابلو داوری کې فعال او موثر نقش لری.

دریان ادامه کې د قرآن کریم د مسلمانانو ړومبۍ اساسی قانون او د اسلامی قانون اصلی سرچینه وټاکله او وویل: د قرآن کریم ړومبۍ نازل شوی آیتونه خلک علم او معرفت ته تشویق کوی او هم له دی کبله، ړومبنی او بهترین علمونه، د قرآن سره تړلی علمونه لکه قرآن حفظ، قرائت، تفسیر او فقه دی.

په دې مراسمو کې د بیروت شیخ القراء (مشرقاری) شیخ محمد عکاوی هم تقریر وکړو او د قرآن حفظ او تلاوت چې د ژوند رڼا ده باندې تاکید وکړو، او د بیروت الزیدانیه سیمه کې د قرآن خدمتونه او فعالیت کوونکې مرکز په اړخه خبری وکړی.

د مراسمو په اخیره کې شیخ عبداللطیف دریان او شیخ محمد عکاوی، اجازه لیک(د اهل سنت ترمنځه د قرآنی منختلیک) او د لمانځلو لوح د تحصیل نه فارغ کسانو ته ورکړو، په دی مراسمو کې قرآن زدکوونکو د قرآن تلاوت لسیزه قرائت سره وړاندی کړو.

http://iqna.ir/fa/News/3461072

captcha