قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « WTop» خبرونو ویبپاڼی نه په نقل، د اسلام نه ویرولو ډلې له اړخه د سپنی ماڼی مخامخ د قرآن یوې نسخې شهید کولو(سوزولو) کوښښ پرون د آذر میاشتی ۲۱ باندې، د یو شمېر اعتراض کوونکو شتون له کبله ناکام شو.
اعتراض کوونکو د دې ډلې له اړخه د قرآن سوزولو اقدام نه مخنیوی لپاره د سپینی ماڼې مخې ته کوښښ وکړو چې د دې ډلې له اړخه د درغو او د ډله ډلبندی اقدام نه مخنیوی وکړی.
اعتراض کوونکو چې په لاسونو کې د اسلام ویرولو او د نفرت په خلاف کارډونه په لاس کې اوچت کړی وو، د دې ډلې له اړخه دغه اقدام کولو نه مخنیوی وکړو.
د اسلام نه ویرولو یو غړی اداسپایکر وویل: زمونږ ډله د یو شمېر امریکانیانو ټولنه ده.
هغه زیاته کړه: مونږ هغه خلک یو چې د حکومت له اړه د افراطی اسلام سره مقابله نه کولو له کبله ستومانه شوی یو.
د اعتراض کوونکو له اړخه اقدام نه پس څرګنده نه وه چې دا ډله به د همدارنګه د قرآن شهید کولو(سوزولو) ته ادامه ورکوی که نه په دې خپل کار ستومانه دی.
نو بیا اسپایکر، د اسلام نه ویرولو ډلې ویاند ادعا وکړه: د فدرالې قانون پر اساس مونږ دا کار نه شو کولی، ځکه چې دا کار یو نښه ییز کار وو چې افراطی تفکرات ورته پام شی.
خو ولی ځنو د اعتراض کوونکو شتون د دغې اسلام نه ویرولو ډلې نظر بدلون وګڼلو، ځنې راپورونو نه څرګنده ده چې یو کس د قرآن هغه نسخه چې دوی شهید کوله پټه کړه.
جردن دناری اعتراض کوونکې مسیح وویل: زه کوښښ کوم چې خلکو ته د اسلام ویرولو په اړه ښودنې ورکړم نو ځکه ما دا احساس وکړو چې دلته شتون ضروری او مهم دی.
دا اسلام نه ویرولو ډله په فیس بک کې د قرآن شهید کولو(سوزولو) صفحه جوړولو سره د واشنګټن ډی سی مخې ته د قرآن شهید کولو(سوزولو) خپل اراده څرګنده کړی وه.
http://www.iqna.ir/fa/News/3462386