قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د پاکستان مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری، د پاکستان پاراچنار سیمه کې د شیعیانو بی رحمی سره قتل نه پس پاکستان کې د درې ورځو عمومی عزا اعلان کړی.
د افغانستان مرز سره نږدی د پاکستان دغه سیمه کې یو چاودنه کې ۲۵ شیعیانو شهادت مسئوولیت یو ترهګری دلې «لښکر جهنګوی» په غاړه اخیستلې.
دغه شیعه استوګنه سیمه پاراچنار کې د چاودنې نه پس تقریبا ۲۵ کسان شهید او د ۷۰ نه زیات کسان ژوبل شوی.
علی بن سفیان، د لښکر جهنګوی ویاند خپل برېښنایی پیغام رسنۍ ته رالېږلی چې په کې ویلې دی چې دا ډله لښکر جهنګوی د شیعیانو په شام کې د داعش په خلاف جنګ کې ګډون له سببه دا حمله کړی.
د پاکستان امنیتی ځواکونو له اړخه تراوسه د دې پېښی په اړه دوه کسان د شک په توګه نیولې او نامعلوم ځای ته یی منتقل کړی.
د کرم ایجنسی مرکزی ښار پاراچنار د پاکستان اووه قبایلې سیمو نه یوه سیمه ده چې د افغانستان مرز سره نږدی ده چې په کې تقریبا ۶۰۰ زره کسان زوند کوی.
د پاکستان امنیتی ځواکونو له تېر کال د دغه ځای کسانو له طالبانو سره جنګ نه پس د دې سیمې لاره کې څوکۍ جوړې کړی خو ولی بیا هم له دې امنیتی اقداماتو نه پس په پاراچنار کې د ترهګرو له اړخه چاودنه د فکر خبره ده.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3463293