iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - د پاکستان په لکونو  خلکو د یکشنبې په مازدیګر  د کراچۍ په واټونو کې په پراخو لاریونونو سره  د فلسطین په غزې تړانګې کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او بې آمانه بمبارئ  په سخته محکومې کړې او د فلسطین له ملت سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490963    خپرونې تاریخ : 2025/04/15

ایکنا – د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو  دافغانستان طالبان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) مسئله حل نه کړي،  د پاکستان او افغانستان  د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او  امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648    خپرونې تاریخ : 2025/02/16

ایکنا- په داسې حال کښې چې تمه کیدله د  پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعي کښې له وروستۍ  کوهاـ معاهدي  او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د  لا پراخې حملو او ترینگلتیاؤ خبر ورکوي.
د خبر لمبر: 3490488    خپرونې تاریخ : 2025/01/18

 ایکنا – د پاکستان د کورمې پاراچنار  د برې کرمې  د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی  چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490479    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا -د  کشمیر په سلګونو ماشومانود افراط پالواو ترهه ګرو په وسیله د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د پاراچنار سیمې  د بې ګناه او مظلومو مسافرانو په عامې وژلې او ددغې سیمې د ماشومانو په بد وضعیّت باندې په اعتراض کې  په یولړ مظاهرو کې  په شعارونو ورکولو سره خپل اعتراض وکړ او په لاسونو کې ئې د ماشومانو په یاد کې شمعې پورته کړې.
د خبر لمبر: 3490444    خپرونې تاریخ : 2025/01/09

ایکنا- د پاکستان د کی پي کې دکورمې ضلعې په بګن سیمې کښې په حکومتي چارواکو باندې د ځاي ترهه ګرو د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490418    خپرونې تاریخ : 2025/01/05

ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې د کورمې ضلعې ډپټي کمشنر جاوید الله محسود او نور شپږ ژوبل شوي کسان علیزئ روغتون ته یوړل شوي او له هغه ځ ایه ټل روغتون ته او بیا پيښو سی ایم ایچ روغتون ته منتقل شوي دي دي.
د خبر لمبر: 3490414    خپرونې تاریخ : 2025/01/04

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې دافغانستان  سرپرست حکومت له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستانيو طالبانو د وګړو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490403    خپرونې تاریخ : 2025/01/02

ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د خبر لمبر: 3490383    خپرونې تاریخ : 2024/12/29

ایکنا -په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله
د خبر لمبر: 3490377    خپرونې تاریخ : 2024/12/28

ایکنا - د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی دی ،که  دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده  په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
د خبر لمبر: 3490362    خپرونې تاریخ : 2024/12/24

ایکنا - د پاکستان د کورمې ضلعې د پاراچنار ښار ځوانانو د لارې د بندیدا او د خوړو او درملیزو توکو په نه شتون بانډې په اعتراض کې د پرس کلب په وړاندې له څو ورځو راهسې پرلتۍ وهلی دي.
د خبر لمبر: 3490345    خپرونې تاریخ : 2024/12/22

ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.
د خبر لمبر: 3490312    خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال  شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په  خاطر ځاي  اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.
د خبر لمبر: 3490242    خپرونې تاریخ : 2024/12/01

د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولګې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان په کورمې ضلعې کې د ترهه ګرو سپیر او ورانکار فعالیتونه په سخته  محکوم کړي دي .
د خبر لمبر: 3490218    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

ایکنا – د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پاراچنار   په کوزې کورمې کې  پّ وروستۍ ترهه ګرې پیښې کې پسې چې د سلګونو شیعیانو د مرګ ژوبلو لامل شوې ، یوه ستر دینی مرجع آیت الله شیخ محمد یعقوبی په دغې ترهه ګرې پيښې سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490208    خپرونې تاریخ : 2024/11/25

ایکنا - په لسګونو زره پاکستانيو مظاهره چیانو د جمعې په ورځ له جمعې  لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې،د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3490201    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په بګن او اوچت  کې دپوځ په سرپرستۍ کې پر کانوائۍ ترهه ګرو بیا برید کړی او د لسګونو مسافرانو وینه ئې وبهوله
د خبر لمبر: 3490194    خپرونې تاریخ : 2024/11/21

ایکنا - د پاکستان د کې پي کې په کورمې کې له تیرو څو میاشتې راهسې دترینګلتیاؤ له امله اړئ ګړئ کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي  او دغه راز له تیرو څه دپاسه یوې میاشتې راهسې د پاراچنار او پيښور ستره لاره  هم تړل شوې او د ځاي اوسیدونکو لپاره ئې ډيری مشکلات او ستونزې راولاړې کړي دي،
د خبر لمبر: 3490165    خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی نن ماسپښین بیا دپاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  په کوزې کرمې کښې د اوچت په ډاډ قمر سیمې کښې په مسافر وړونکي ګاډي د وسله والو ترهګرو په برید کښې تراوسه دوه کسان وژل شوي او یوه میرمن  هم سخته ټي شوې ده .
د خبر لمبر: 3490115    خپرونې تاریخ : 2024/11/05