IQNA

د قرآن کیندنه؛ له ترهګری سره مقابلې لپاره د اردن هنرمند نوښتون + انځور

1:04 - December 17, 2015
د خبر لمبر: 3464098
نړیواله ډله: له ترهګری سره مقابله معمولا په ځواکی توګه پیل کېږی، خو ولی دا ځل یو اردنی مجسمه جوړوونکی د ټول قرآن کیندنه سره ترهګرو سره مقابله وکړی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «العین» خبرونو بنسټ نه په نقل، عبدالهادی ابومطر، د اردن مجسمه جوړوونکې باوری دی چې الله تعالی ځنې انسانانو ته وس او استعداد ورکړی وی چې د خپلې ټولنې خدمت وکړی.


هغه په دې اړه وایئ: «د روم او اردن نندارتون کې په ستنی باندې می چې کله انځورونه ولیدل او له اسلامی تاریخ سره او تاریخی سرچینو سره او نورې مطالعه نه پس دا فکر می وکړو چې ټول قرآن په مرمر او نورو کاڼو باندې حکاکی کړم.
ابومطر زیاته کړه: همیشه خپل یو پاتې کېدونکې ښه عمل لپاره می فکر کولو او هم له دې سببه می د قرآن کریم ځنې سورتونه د مرمر کاڼو باندې می کیندل کړل او بیا می دا پروګرام جوړ کړو چې ټول قرآن همدارنګه د مرمر او نورو کاڼو باندې حکاکی کړم. زما ټول کوښښ دا دی چې په لنډ نه لنډ وخت کې ټول قرآن حکاکی کړم.
هغه زیاته کړه: خبل کار می د «اسراء» مبارکه سورت نه شروع کړی او اوس د سوره «یس» کیندنه کې مشغول یم او تر اوسه می 11 تختی د مرمر کاڼی جوړی کړی.
ابومطر وویل که چری یو څو حکاکه له هغه سره مرسته وکړی، نو د ټول قرآن کریم په کاڼې باندې کیندنه به ۶۰۰ ورځو کې پای ته ترسره شی.


هغه د دې کار هدف په اړه وویل: تر اوسه د غرب نړۍ کې او اسلامی تاریخ تراوسه دارنګه کار چې ټول قرآن حکاکې کړی چا نه دی کړی، نو که زه ټول قرآن کریم په کاڼو باندې حکاکی کړم نو ړومبنی کس به یم چې دارنګه کار به ترسره کړم.

ابومطر څرګنده کړه: هیله لرم چې د غرب اوسیدونکې به دا کار لیدلو سره، د صحیح اسلام لټون وکړی او د اسلام نه چې کوم د ترهګری انځورونه وړاندې کوی هغه به بند کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3463321

captcha