IQNA

مراکش کې د قرآن نړیواله مقابلو ۱۱ دوره شروع شوه / د ۳۸ هیوادونو مقابلو کې شتون

9:57 - December 19, 2015
د خبر لمبر: 3465718
نړیواله ډله: مراکش کې د قران کریم تجوید، تفسیر، قرائت او حفظ نړیواله مقابلو ۱۱ دوره «ملک محمد ششم» پرون د دغه هیواد کازابلانکا ښار کې شروع شوی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مراکش اوقاف وزارت خبرونو بنسټ نه په نقل، د دې مقابلو پرانیستیا مراسم پرون د کازابلانکا ښار الحسن الثانی قرآنی مدرسی ټولنې سالون کې پیل شو.
فلسطین، تونس، عربستان سعودی، امارات، یمن، بحرین، اردن، مصر، سودان، الجزایر، قطر، کویت، لبنان، عمان، موریتانی، مالیزیا، اندونزیا، پاکستان، ترکی، مالی، سنگال، گابن، نایجېریا، کامرون، کومور، برونئی، روس و کنېډا هیوادونه په دې مقابلو کې ګډون لری.
دا مقابلې په دوه برخو د ټول قرآن حفظ سره د ترتیل او تفسیر او د قرآن پنځه سپارو حفظ سره د تجوید پیل کېږی چې په کې د ۳۸ هیوادونو نه ۵۵ مقابله کوونکې ګډون کوی.
د دې مقابلو داوری کمېټی له مراکش ۶ قرآنی داورانو او د عربی او اسلامی هیوادونو نه ۴ داورانو باندې مشتمل ده.
ړومبنۍ برخه کې ړومبی او دریم راتلونکې ته په ترتیب سره ۵۰ زره، ۴۰ زره او ۳۰ زره مراکشی درهم جایزه ورکړلی کېږی او د دې مقابلې دویمی برخی ګټونکو ته به ۳۰ زره، ۲۰زره او ۱۰ زره مراکشی درهم جایزه ورکړلی کېږی.
همدارنګه د کازابلانکا ښار الحسن الثانی مدرسی سالون کې سبا له به یو قرانی محفل پیل کېږی په دې محفل کې به د قرآن تجوید، تفسیر، قرائت او حفظ نړیواله مقابلو ۱۱ دوری ګټونکې به د مراکش «محمد ششم» ته معرفی کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/3463820

captcha