IQNA

د نایجېریا پوهنتون کې قرآنی مطالعاتو مرکز جوړ شو + انځور

14:30 - December 19, 2015
د خبر لمبر: 3466964
نړیواله ډله: د نایجېریا یوبه ولایت پوهنتون د قرآن کریم سره د ښه پېژندلو لپاره میدان فراهم کولو هدف سره د قرآنی مطالعاتو مرکز جوړه وی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د « The Nation» خبرونو بنسټ نه په نقل، د نایجېریا بویه ولایت پوهنتون کې د اسلامی محصلانو زیاتولو هدف سره او د قرآن کریم سره د ښه پیژندلو لپاره میدان فراهم کولو لپاره د قرآن کریم مطالعاتو مرکز جوړه وی.

دا د قرآن څېړونی مرکز د قرآنی ښودو نظام ته وده ورکولو لپاره او نایجېریا کې نوی ټیکنالوجی او پرختګ او اسلامی نړی سره همغږی کېدو هدف سره جوړ شوی.

د موسی آلابه، د یوبه ولایتی پوهنتون مرستیال وویل: دا مرکز به قرآنی بحثونو او قرآنی مقابلې چې نایجېریا کې د بوکوحرام له وجهی بندی شوی دوباره فعال کوی.





آلابه وویل: د بوکوحرام مسئله حل کول مختلفو ابعادو سره امکان لری، د خلکو اقتصادی مشکلات حل کوول او د فقر نه خلاصول د دې ستونزی سره د مقابلې یوه لار ده، خو ولی یو بنیادی اقدام د قرآن کریم سره د خلکو پېژندګولی او د هغی ښودنی خپرول دی، مونږ دارنګه ډېر کسان لرو چې قرآن یی حفظ کړی خو ولی د هغی نه استفاده کولو باندې پوهه نه لری.

هغه ادامه وکړه: هم له دې سببه دا مرکز اراده لری چې خلک را جمع کړی او هغوی ته قرآن ښودنې ولاړندی کړی او دې طریقی سره دغه کسان د ټولنې مفید کسان وګرځه وی.

د بویه پوهنتون مرستیال زیاته کړه: مونږ خپل کار د ۵۰ نه تر ۶۰ محصلانو نه شروع کړی او هیله لرو چې دا شمېر به تر زرګونو رسېږی، مونږ هیله لرو چې د شمالی نایجېریه ټولو ولایتونو کې او بیا په ټول هیواد کې دا کار شروع کړو.





هغه وویل: خو ولی شروع کې باید مونږ لږ شمېر سره دا کار شروع کړو چې په ښه ډول یی ترسره کړو او ستونزی او د خلکو هیلو کې څېړنه وکړو، چې سره خپل نظام ته دارنګه وده ورکړو چې خپل هدف ترلاسه کړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3456910

captcha