IQNA

د الازهر مرستیال:

رسنۍ دې د اسلام صحیح مخ ښودلو کې د عالمانو مرسته وکړی

2:53 - December 21, 2015
د خبر لمبر: 3467531
نړیواله ډله: عباس شومان له عربی او اسلامی هیوادونو رسنۍ نه غوښتنه کړی چې د دینی عالمانو سره د اسلام صحیح مخ وړاندې کولو کې مرسته وکړی.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوفد» خبرونو بنسټ نه په نقل، عباس شومان د مالیزیا «مالایا» پوهنتون اسلامی مطالعاتو مرکز کې د «اسلامی هیوادونو کې د رسنۍ واقعیت» عنوان سره خبرو کې وویل: اسلامی او عربی هیوادونه د اسلامی ارزښتونو خپرولو لپاره دې چې د ټولنې ځوانانو زړونو کې هیله کرې او هغوی ته د کار او پرمختګ لارښوونه کوی، مرسته او فعالیت وکړی.

هغه تاکید وکړو: د اسلامی او عربی هیوادونو رسنۍ باید د ټولنې پېښی په ښه ډول سره وړاندې کړی، ځکه چې د رسنۍ له اړخه د عربی هیوادونو اخیرنی غورځنګونو نه په ښه ډول وړاندې نه کړل او ضایع یی کړل.

د الازهر مرستیال په ادامه کې وویل: د اسلام شریعت څرګنده او روښانه دی او حرام او حلال یی څرګنده کړی، خو ولی د حلال او د حرام ترمنځه همجولی وجود لری، چې اسلامی شریعت له مونږه غوښتنه کړی چې له دې همجولی چارو کې له خپلې ګټې لپاره ترې لری شو، نو ځکه د رسنۍ خدمت باید د ټول بشریت ګټې لپاره وی نه چې یواځې د مسلمانانو لپاره وی.

د الازهر مرستیال په ادامه کې له رسنۍ نه غوښتنه وکړه چې دینی فعالیتونو او د اسلام مخ ویجاړولو سره چې د ځنې یی د اسلام او دین په نوم باندې کوی مقابلې تیاری وکړی او د اسلام سره تړلی واقعیتونو او د اسلامی متون وړاندې کولو چې په څرګنده د دې ډله حرام او د دې ظلمونو ته حرام وایئ خپرولو لپاره کوښښ وکړی.

هغه ادامه کې وویل: اسلامی شریعت چې له حکومت سره تړلې ټولو ستونزو کې کاملتوب لری او مسلمانانو عالمانو د حکومت په اړه او د حکومت کولو په اړه ډېر کتابونه لیکې.

د الازهر مرستیال په اخیره کې له رسنۍ غوښتنه وکړه چې د عالمانو سره ودرېږی او یو اواز سره د هغه دروغو چې د اسلام په اړه وړاندې کېږی، د نړۍ خلکو ته څرګنده کړی، ځکه چې د یو دین هم د اسلام غوندی د حیواناتو، د ونو او د انسانی نفس حقوقو نه حمایت نه کوی او اسلام ښځې ته ټولنې کې کرامت ورکړی.

http://iqna.ir/fa/News/3465824

captcha