IQNA

آیت الله اراکی د ایکنا ځواب کې وایئ:

د وحدت کانفرانس کې به ۷۰ هیوادونو نه ۳۰۱ مېلمانه شتون لری / د انقلاب لارښود لیک روښانه کولو لپاره ځانګړی پروګرام لرو

0:35 - December 24, 2015
د خبر لمبر: 3468894
سیاسی ډله: د اسلامی مذهبونو نزدېکت نړیواله غونډې مشر د ایکنا خبریال د یو سوال په ځواب کې وویل: د انقلاب لارښود غربی ځوانانو ته دویم لیک روښانه کولو لپاره د وحدت کانفرانس کې ځانګړی پروګرام لرو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، آیت الله محسن اراکی، د اسلامی مذهبونو نزدېکت نړیواله غونډی مشر د خبریالو ترمنځه د اسلامی وحدت نړیواله کانفرانس۲۹ غونډی پروګرامونو په اړه تشریح ورکړه.

د آیت الله اراکی د وینا په رڼا کې دا کانفرانس به د «دی میاشته» شپږم، اووم او اتم باندې د «د اسلامی نړۍ اوسنۍ ستونزوی» شعار سره د وحدت هفته  او د پیغمبر صلی الله علیه و آله زوکړې ورځو کې پیل کېږی.

د اسلامی مذهبونو نزدېکت نړیواله غونډې د ایکنا خبریال سوال په ځواب کې د دې کانفرانس ګډون کوونکې هیوادونو د شمېر په اړه وویل: هغه مېلمانه چې د ۲۹کانفرانس کې یی د شتون اعلان کړی، ۳۰۱ کسان د اسلامی نړۍ ستر شخصیتونو دی چې تقریباْ د ۷۰ هیوادونو نه دعوت شوی.

هغوی د ایکنا خبریال د یو بل سوال په ځواب کې وویل: د انقلاب لارښود غربی ځوانانو ته دویم لیک روښانه کولو لپاره د وحدت کانفرانس کې ځانګړی پروګرام لرو.

آیت الله اراکی زیاته کړه: غواړو چې په د اسلامی وحدت کانفرانس کې د انقلاب لارښود غربی ځوانانو ته لیک په اړه ځانګړی خبرو اترو غونډه پیل کړو.

هغه څرګنده کړه: د دې کانفرانس نه بهر هم د اسلامی مذهبونو نزدېکت نړیوالې غونډې له اړخه د لارښود د لیک روښانه کولو لپاره مختلف فعالیتونه پیل شوی، مونږ دوه انټرنیټی چینلی د «لاو محمد» او «لاو قرآن» په نوم باندې جوړې کړی چې په کې د مختلفو هیوادونو ځوانان په کې فعالیت کوی.

آیت الله اراکی زیاته کړه: دې دواړو چینلو د انقلاب لارښود د لیک په اړه ستر فعالیتونه ترسره کړی چې ډېر اثر لرونکې وو.

ادامه لری ....

http://iqna.ir/fa/News/3468244

captcha