قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د انګلیس ګاردین ورځپاڼې لیکلې: د شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر پانسی باندې د سعودي عربستان اقدام چې د جنوري میاشتې په دویم تاریخ (د دی میاشتې ۱۲) باندې پیل شو د نوې کال تعطیلاتو سره سم وو یعنې په نوې کال باندې ټولې عربی نړۍ کې تعطیل وي.
خو ولی که سعودي دا خیال کوي چې دې وخت کې پانسی ورکولو سره به د خلکو ورته ډېر خیال نه وې، لویه غلطي ده، د عربستان سعودي سره د دې پانسی په سبب د ایران اړیکې نورې هم سختي شوي او د نمر راپور یو خطرناکه راپور کې بدل شوي. دا پانسی به د ډله ډلبندي ستونزو ته هم وده ورکړي هغه هم په داسې وخت کې چې منځني ختیځ په شام، یمن، عراق او لبنان په جنګ کې دي.
د عربستان نظام کې تصمیم اخیستل ډېر ګډوډ دي، سره د دې ریاض تقریباْ د نوومبر میاشته کې د دغه شخصیت پانسی کولو اقدام څرګنده کړي وو او تاکید یی پرې کړې وو او په اخیره کې سره د نور ۳ شیعیانو او ۴۳ سني کسان پانسی کړل.
شیخ نمر له کال ۲۰۱۲ نه بندي وو غورځنګ پيل کولو، نا فرمانۍ او سلاح سره حملې کولو باندې محکوم شوې وو.
د ،عربستان سرچینو ذکر کړي چې ملک سلمان یو کال مخکې یی حکومت ترلاسه کړي د پانسی حکم یی د عمومي افکارو بهانه سره صادر کړو او یو کار یی وکړو چې ملک عبدالله، سلف چې عدالت لرونکې وو حاضر نه وو چې په دغه کار باندې ځان تورن کړي.
که څه عربستان د شیعه په خلاف تفکر وړ لري؛ خو بیا هم دا ادعا چې عمومي افکار زور راوړي وو او سبب شوه چي شیخ نمر پانسی شي، یو نه منونکې ادعا ده چې د ډله ډلبندي ستونزو کې اضافه کوي.
د شیخ نمر پانسی سبب شوي چې د عربستان دننه او بهرنۍ حالات خبراب شي او د یمن بیوونکې جنګ ته د خلکو پام نشي.
عربستان هم دارنګه نړیواله ټولنه کې هم خپل ناوړه مخ څرګندولو نه پس سختي سره مخامخ دي، او اوس د عربستان انځور د یو پانسی ورکولو ایډیالوژي، سلفی افراطی او د ترهګرو ډلو په تېره یی د داعش ترهګره ډله د الهام سرچینه شمېرل کېږي.