IQNA

د مصر وتلې مبتهل له دنیا سترګي پټي کړي

11:39 - January 08, 2016
د خبر لمبر: 3479746
نړیواله ډله: د مصر نومیالې او وتلې مبتهل او د دغه هیواد ټېلي وژن او راډیو د مبتهلانو غونډي استازي استاد شیخ سعید حافظ، له دنیا سترګي پټي کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الیوم السابع» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، پرون د دی میاشتې ۱۴ باندې شیخ سعید حافظ له یوې لوي بیماري نه پس حق ورسېدو.

د مصر د مبتهلانو او مذهبي سندرو غونډې یوه بیانیه کې چې په دې مناسبت سره یی خپره کړي وه د دغه مرحوم لپاره د الهي رحمت او د الله نه د جنت غوښتنه وکړه.

په دغه بیانیه کې راغلې: د شیخ سعید حافظ د مړینې مجلس به د مبتهلانو اتحادیه له اړخه د مصر قاریانو او د دغه هیواد مشهور مبتهلانو شتون سره سبا د دی میاشتې ۱۶تاریخ باندې «السیدة نفسیه» جومات مخکې ته پیل کېږي.

شیخ سعید حافظ د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زوکړې جشنوزمه مراسمو کې ګډون لپاره مراکش ته سفر کوونکې وو. خو ولی د بیماري په سبب یی دا سفر ترسره نکړې شو.

مرحوم استاد سعید حفظ د مصر اسماعیلیه ولایت اقصاصین ښار په کال ۱۹۵۱ کې زېږېدلې وو.

هغه له استاد شیخ محمد رشوان سره قرآن زدکړو او یو قرآنی کورنۍ کې ستر شو هلته یی د دینی ابتهال زدکړې ترلاسه کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3464712
captcha