IQNA

د لندن پوهنتون استاد ایکنا سره مرکه کې:

عدالت د شیخ نمر پانسی کولو سره حقیقت او عدالت د آل سعود په ګټه قرباني کړو

11:57 - January 11, 2016
د خبر لمبر: 3479761
نړیواله ډله: شابیر حسن علی وویل: د عدالت له اړخه د شیخ نمر سزا د بشري حقوقو څارونکو او بنسټونو له نظره رسمي او تشریفاتي وو چې حقیقت او عدالت یی د آل سعود له ګټو نه قربان کړو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شیخ نمر پانسی حکم د رژیم ال سعود له اړخه د سراسر نړۍ خلکو سترو نیوکو او نړیواله محکومیت سره مخامخ دي، لکه د نړیواله عفو سازمان چې د دې اقدام محکوم کولو سره شیخ نمر باندې لږېدلې تورې نا عادلانه وټاکلو او د هغه اعدام یی د بېخه سیاسي وشمېرلو.

ایکنا د لندن ښار پوهنتون استاد او د بشري حقوق فعال شابیر حسن علی سره مرکه کې د هغه نظر د شیخ نمر د شهادت په اړه چې د آل سعود له اړخه پیل شوي وپوښتو چې هغه خپل نظر دارنګه وړاندې کړو:

د رژیم آل سعود اقدام د شیخ نمر باقر النمر په اړه سخت ظالمانه او نا عادلانه وو، شیخ نمر د عربستان حکومت سره د مخالفت او عربستان کې د سیاسي او مدني اصلاحاتو غوښتنې باندې چې بې له شکه عربستان ورته اړتیا هم لري پېژندې شو.

د عدالت له اړخه د شیخ نمر سزا د بشري حقوقو څارونکو او بنسټونو له نظره رسمي او تشریفاتي وو چې حقیقت او عدالت یی د آل سعود له ګټو نه قربان کړو.

د شیخ نمر پانسی؛ د آل سعود سیاسي ځانمرګي

شیخ نمر د سولې، ډیموکراسي او بشري حقوقو نه دفاع کولو باندې شهید شو، خو ولی دا انساني ارزښت د آل سعود سلطنتي كورنۍ لپاره ستر ګواښ ګڼلې کېږي، ځکه چې د دې ارزښتونو استقرار په عربستان کې د سعودیانو په دغه هیواد کې د حکومت پایی ته رسېدل دي.

سعودي مقاماتو سترې غلطي کړي، او ډېر کارپوهان په دې باور لرې چې د شیخ نمر پانسی کول د آل سعود حکومت یو سیاسي ځانمرګې وو، دا اقدام یی داسې وو لکه چې سعودې رژیم د ټوپک خوله ځان ته نیولې وې او ماشه یی کش کړي وې.

مونږ تر اوسه له یو څو محدوده هیوادونو نه اورېدلي چې یو کس یا یوه ډله د سعودي مقامات په یمن باندې د برید، د داعش نه حمایت کوونکې او همدارنګه په بحرین باندې د حملې کولو مسئول وګڼي، عربستان بې پروايى سره د نړیواله قانون نه بهر دې اقداماتو ته ادامه ورکړې او د مخنیوي یی څوک نشته.

ولی عربستان د ۱۲ملیون ملیون بېرل خرڅولو سره په ورځ کې د ۱۰۰ ملیارد ډالرو بودجه نشتوالي سره مخامخ دي؟ د دې سوال ځواب ساده دي، ځکه چې دا تېلو دا ټوله ګټه د ترهګرو په خدمت کې مصرف کوي چې نور زیات انسانان ووژني او شیخ نمر هم د دې غمجنې کیسې یوه قرباني ده.

http://iqna.ir/fa/news/3465263


captcha