IQNA

د دیربورن امام جمعه ایکنا سره مرکه کې څرګنده کړه:

د نړۍ له ټولو شیطاني سیاسي نظام د آل سعود / خلکو ته د داعش په ډول د وېرې او ترهې ګواښ

9:52 - January 12, 2016
د خبر لمبر: 3479765
نړیواله ډله: محمد علی الهی خپل بیان کې د عربستان سیاسي نظام د نړۍ له ټولو شیطاني نظام وټاکلو، او وې ویل: دا رژیم د داعش په طریقه باندې خلک وېره وې او ګواښه وي.

د امریکا میشیګان ولایت دیربورن ښار امام جمعه او د اسلامی دارالحکمه بنسټګر محمد علی الهی، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه د رژیم سعودی چارو په اړه او د دغه رژیم په لاس د شیخ نمر شهادت په اړه خپل نظر څرګنده کړو او وې ویل: زه خپل ستر خفګان د شیخ نمر پانسی په اړه څرګندوم او د هغه کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کوم. د شیخ نمر پیغام له ایمان، ازادي، سولې، ملګرتیا او د عدالت غوښتنه وو او هغه څرګنده کړې وه چې له ترهګري، ظلم او بې عدالتي سره چې د سعودي قاتل حکومت چاري وې سخت مخالف وو، د هغه حکومت سره چې د نړۍ له ټولو ستر شیطاني سیاسي نظام لري.

محمد علی الهی زیاته کړه: هغه څه چې آل سعود پیل کوي، د ترهګره ډلې داعش سره ډېر سمون لري، د شیخ نمر شهادت چې په توره سر لرې کولو سره پیل شو، عربستان د ترهګري ډلې داعش له طریقې نه استفاده وکړو او د یو دینی لارښود چې خلکو یی خبرو ته غوږ اچولو او د ازادي غوښتونکو او د سولې لپاره اواز اوچتولو خلک وېرولو لپاره یی د داعش لاره اختیار کړه.

الهي وویل: د ازادي، عدالت او بشري حقوق غوښتونکو انسانانو اواز د دغه جنایاتو په خلاف د ۲۰۱۶ کال په شروع کې را اوچت شوي وو، د هغه کال چې د ترهګري او د تاوتریخوالی له منځه لري کولو په هیله شروع شوي وو خو ولی د هم هغه کال به شروع کې دې جنایت کار د شیخ نمر شهادت سره هغه کم رنګ کړل.

د دیربورن امام جمعه وویل: د سعودی سلطنتي کورنۍ له اړخه په توره باندې سر پرېکول یو سخت جرم وټاکلو او دا یی د سعودي حکومت له داعش سره یوشان والې وټاکلو.

هغه ادامه کې وویل: زه مسلمانان او غیر مسلمانان د شیخ نمر پانسی جنایت چې د سعودی حکومت له اړخه پیل شوي دعوت کوم، د داسې حکومت خلاف چې د انسان لپاره د هیڅ ارزښت قایل نه دي او لاسونه یی د حق او حقیقت غوښتونکو په وینه کې لړلې دي، یا الله ته د شیخ نمر او کورنۍ د نورو کورنو ته چې د دې په لاس ځپلې شوي صبر ورکړي.

محمد علی الهی وویل: اوس نه آل سعود ته بې شرمه، ظالم او تري بد ویلې کېږي او شیخ نمر د ازادي او عدالت لارې شهید او د عزت او احترام سره یی نوم یادېږي، او نوم به یی همدارنګه د جهل او تعصب او بې عدالتي تېرو کې لکه ډېوه روښانه وې ځکه چې الله د آل عمران سورت مبارک ۱۶۹ آیت کې فرمایلې: «وَلا تَحسَبَنَّ الَّذينَ قُتِلوا في سَبيلِ اللَّهِ أَمواتًا ۚ بَل أَحياءٌ عِندَ رَبِّهِم يُرزَقونَ: اوله سره ګمان مه کوه ! (اى محمده يااى سامعه!) پرهغوکسانوچې وژل شوي دي دوى په لاره دالله (جهاد اوطاعت) کې دمړو(مړه نه دي)؛ بلکې ژوندي دي په نزددرب خپل رزق ورته ورکولى شي (له جنتي ماکولاتواو مشروباتو څخه) په دې حال کې چې خوشاله دي دوى «.

الهي په اخیره کې د قطیف، یمن، شام، عراق، لبنان، افغانستان او نورو هغه هیوادونو خلکو ته چې د افراطی او تکفیری ډلو له اړخه د ترهګري په نښه دې دعا وکړه او د افراطی ډلو او ظالم حکمرانانو نه د نجات لپاره یی د الله نه غوښتنه وکړه.

http://iqna.ir/fa/news/3465575


captcha