قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کویتی «القدس» ورځپاڼې نه په نقل، د «کویت، ۲۰۱۶ کال کې د اسلامی نړۍ کلتوري پایتخت» پروګرام پرانیستې مراسم د دغه هیواد د ړومبني وزیر جابر المبارک الحمد الصباح، په شتون کې پیل شو.
د کویت اطلاعاتو وزیر او د دغه هیواد د ملي کلتوري، هنر او ادبیاتو شورا مشر سلمان صباح سالم الحمود الصباح، وویل: په کال ۲۰۱۶ د کویت انتخاب د اسلامی نړۍ کلتوري پایتخت په عنوان د دې هیواد په اسلامی نړۍ کې اهمیت او مقام څرګنده کوي.
هغه ادامه کې د اسلامی علمونو او ښودو، کلتوری سازمان(آیسسکو) مشر عبدالعزیز بن عثمان التویجری، نه د دې سازمان غړو هیوادونو ترمنځه د همکاري او یووالي ته وده ورکولو کې د هغه د کوښښونو او سره د اسلامی فعالیتونو پيل کولو هدف باندې له هغه نه مننه وکړه.
سلمان صباح سالم الحمود په ادامه کې وویل: مونږ دا کلتورې پروګرام د اسلام پرمختګ او خپرولو لپاره یو فرصت ګڼو او د اسلام بخښنې، پراخه سینه، مینې، سولې او اعتدال ارزښتونه معرفي کولو بنسټ ګڼو.
همدارنګه هغه د «کویت، ۲۰۱۶ کال کې د اسلامی نړۍ کلتوري پایتخت» پروګرام پرانیستې مراسمو کې د الازهر شیخ احمد الطیب شتون لوي افتخار وګڼلو.
http://iqna.ir/fa/news/3468662