IQNA

د ابراهیمی ترکمان شتون کې؛

میانمار کې «سوله او هوښیارتیا» نړیواله کانفرانس پيل کېږي

8:23 - January 23, 2016
د خبر لمبر: 3479795
نړیواله ډله: بودایی سوله نړیواله کانفرانس اصلی عنوان «سوله او هوښیارتیا» سره د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان مشر او د بودایی عالي مراجع په شتون کې د دویم نه تر څلورم بهمن پوری میانمار کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوري سازمان اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، بودایی سوله نړیواله کانفرانس اصلی عنوان «سوله او هوښیارتیا» سره د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان مشر او د بودایی عالي مراجع، د دینونو لارښودو او پوهانو په شتون کې د دویم نه تر څلورم بهمن پوری میانمار کې پیل کېږي.

د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان مشر ابوذر ابراهیمی ترکمان، د دې کانفرانس ځانګړې مېلمه دې چې د بودایی نړیواله اکاډمی سیتاګو مشر آشین نیاتسارا له اړخه دعوت شوي، چې په دې کانفرانس کې شتون لري او د پرانیستا مراسمو کې به تقریر هم کوي.

همدارنګه د ایران مذهبونو او دینونو پوهنتون مشر حجت الاسلام ابوالحسن نواب، د دې کانفرانس علمي غونډې کې یوه مقاله د «ځانې او نړیواله سوله کې د دینونو دنده» عنوان سره وړاندې کوي.

د بودایی نړیواله اکاډمې سیتاګو د دې نړیواله کانفرانس پيل کولو هدف یی د بهرنۍ او دننه سولې خپرول او د سولې دوه زره ۶۰۰ کاله سنت نه ساتنه اعلان کړې او دا کانفرانس یی د سوله ساتنه کې د تجربو او سره د نظر تبادله ټاکلي.

بودایی سوله نړیواله کانفرانس کې چې د میانمار ولسمشر تین سین تقریر سره شروع شو، په کې د ۶۰ هیوادونو ایران، سريلانكا، تايلند، بنگلادش، استراليا، آفريقای جنوبی، نپال، هند، اندونزی، مالزی، تايوان، روآندا، ويتنام، سوئد، نروژ، ويتنام، انگليس، آمريكا، مكزيك، كلمبيا، ونزوئلا، نيكاراگوئه، مصر، اتريش، كره و ... نه پوهان شتون لري.

http://iqna.ir/fa/news/3468924

نویسنده:
razavi
captcha