قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الفتح» خبرونو بنسټ نه په نقل، شیخ یوسف القرضاوی د مسلمان عالمانو نړيواله اتحادیه مشر، د اسلامی مذهبونو نزدېکت لپاره کوښښ باندې خپله پښيماني څرګنده کړه او وې ویل: د شیعیانو او سنیانو ترمنځه اتحاد بې فایده دي.
هغه زیاته کړه: د شیعه او سنیانو ترمنځه اتحاد د اهل تسنن له بېخه نابودولو باندې ترسره کېږي او د شیعیانو په ګټه دي.
یوسف القرضاوی ادامه کې د شیعه په خلاف څرګنده کړه: شیعیان غواړې چې اهل سنت له بېخه نابود کړي، هغه د حزب الله ستر مشر «سید حسن نصر الله» په شخصیت باندې هم برید وکړو او هغه یی د «حزب شیطان» مشر یاد کړو.
القرضاوی په ادامه کې د سعودی عالمانو تعریف وکړو او وې ویل: سعودی عالمان زما نه زیات بصیرت لري او د شیعیانو «رافضیانو»(کافرانو) په حقیقت باندې زما نه ښه پوهه دي.
هغه ادامه کې تاکید وکړو: شیعیان غواړي د نزدېکت په نامه فعالیتونو سره اهل تسنن په اړه یوه لار خلاصه کړي.
یوسف القرضاوی زیاته کړه: اهل تسنن ته د نزدېکت نه هیڅ ګټه نه رسی او شیعیان د پیغمبر صلی الله علیه و آله صحابه تکفیر کوي، هغه ادامه کې په شیعیانو باندې تور ولګولو او وې ویل: دي ابوبکر، عمر، عثمان بن عفان، زبیر بن عوام، عایشه او حفصه تکفیر کوي او ابوجهل او نمرود له دې نه ښه او بهتر بولي.
یادښتونه: د شیعیانو ډېرو عالمانو او مراجع په تېره د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آیت الله خامنه ای د پیغمبر صلی الله علیه و آله کومې یوې ښځې او د هغوي مبارکو صحابه ته بد رد ویلو او توهین کولو په خلاف فتوا ورکړي ده.
همدارنګه، اسلامی مذهبونو نزدېکت او د مسلمانانو ترمنځه اتحاد او یووالی د جمهوری اسلامی ایران اهدافو نه شمېرلې کېږي چې د هغې تحقق لپاره یی یو سازمان هم جوړ کړی چې په کې د اهل سنت مشهور او معروف عالمان غړي دي.