IQNA

د مراکش باچا:

د مسلمانانو له اړخه د دینی اقلیتو د احترام سرچینه له قرآن اخیستلې شوي

11:57 - January 30, 2016
د خبر لمبر: 3479823
نړیواله ډله: د مراکش نړیواله نندارتون کې ګډون کوونکو ته تقریر کې ملک محمد ششم تاکید وکړو: هغه اصول چې مسلمانان د دینی اقلیتو احترام باندې مجبوره وي د قرآن کریم د تعلیماتو اخیستلې شوی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی نړیواله خبرونو (ابنا) نه په نقل، د مراکش باچا ملک محمد ششم، یو پیغام کې چې د دغه هیواد نندارتون «اسلامی نړۍ کې د دینی اقلیتونو حقوق، قانونی سرحدونه او د عملی لارو پیدا کولو ته دعوت» کې ګډون کوونکو ته تقریر کې وویل: هغه اصول چې مسلمانان د دینی اقلیتو احترام باندې مجبوره وي د قرآن کریم د تعلیماتو اخیستلې شوی ځکه چې دې الهي کتاب کې د الله له اړخه د انسان سره ښه کولو باندې ځکه چې هغه هم انسان دي تاکید کوي.

د مراکش باچا په دې پیغام کې چې د هغه له اړخه د مراکش اسلامی چارو او اقاف وزیر احمد التوفیق ولوستو، ویلې: قرآن کریم مسلمانان ته په ټولو پيغامبرانو او د الله له اړخه راغلو باندې ایمان لرو تاکید کړي او له مسلمانانو یی غوښتنه کړي چې اهل کتاب را پارول و نکړي.

هغه زیاته کړه: قرآن کریم همدارنګه، مسلمانانو ته یی سپارښتنه وکړه چې د اهل کتاب سره د ښه نه بل کوم بحث او لانجه و نکړي او په هر ډول حالاتو کې له هغوي سره عادلانه عمل وکړي او تاوتریخوالی نه پرهېز وکړي.

د مراکش باچا په ادامه کې وویل: د اسلام دین جهاد یواځې د ضرورت په وخت روا ګڼې او اجازت نه ورکوي چې جهاد نه په خلکو باندې د اسلام تحمیل کولو یو اوزار وګرځه وي.

ملک محمد ششم همدارنګه وویل: مونږ مراکش کې هیڅ یو سبب د دینی اقلیتونو حقوق باندې تیری کولو لپاره نه لرو، دا نه خوښه وو چې دا رنګه کارونه د اسلام په نوم پيل شي.

نړیواله نندارتون «اسلامی نړۍ کې د دینی اقلیتونو حقوق، قانونی سرحدونه او د عملی لارو پیدا کولو ته دعوت» د ۵ بهمن نه د مراکش اسلامی چارو او اوقاف وزارت له اړخه په دغه هیواد کې شروع شوي او تر ۷ بهمن پوری ادامه لري.

دا نندارتون د مراکش باچا ملک محمد ششم د څارنې لاندې پیل کېږي او د نړۍ پوهاند، استادان او دینی مشران په کې شتون لري.

د اماراتو د مسلمانانو ټولنه کې سولې ته وده ورکولو انجمن مراکش سره په دې نندارتون پیل کولو کې همکاري لري او «اسلامی نړۍ کې د دینی اقلیتونو حقوق، قانونی سرحدونه او د عملی لارو پیدا کولو ته دعوت» د دې نندارتون اصلی محور ټاکلې شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3470366

captcha