IQNA

د قطیف خلکو د شیخ نمر څلوېښتي کې احتجاج پيل کړو

0:48 - February 14, 2016
د خبر لمبر: 3479866
نړیواله ډله: د شیخ نمر المنمر شهادت څلوېښت ورځې تېرېدو باندې د دغه سعودي هیواد وتلې شیعه عالم څلوېښتي باندې د عربستان قطیف سیمه کې احتجاج پیل کړو،

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا)د پرس ټی وي نه په نقل، د قطیف سمې اوسېدونکو ماښام د شیخ نمر په څلوېښتي کې احتجاج پیل کړو.

اعتراض کوونکو د دغه شیعه عالم انځورونه په لاس کې اخیستلې وو او د رژیم آل سعود خلاف یی شعارونه ورکړل.

د بحرین مخالفو ډلو هم د زیارت په ماښام باندې احتجاج پيل کړو. د بحرین پولیس په دې احتجاج باندې حمله وکړه او د احتجاج ختم کولو لپاره یی په خلکو د اوښکو ګاز استعمال کړو.

د شفقنا خبرونو ویبپاڼې چې د المنار چینل نه په نقل سره لیکلې: د عربستان قطیف سیمې ځنې شیعیانو د شیخ نمر باقر النمر د څلوېښتي او د دغه سیمې د دری نور کسانو شهادت په ورځ باندې د آل سعود په خلاف احتجاج پیل کړو.

هغې به لاس کې د شیخ باقر النمر انځورونه اخیستلې وو چې نن د الثوره سړک سره په مرکزي ښار کې غونډه پيل کړل.

به دې احتجاج کې شتون لرونکو د آل سعود په خلاف شعار ورکولو سره د نورو هغه کسانو چې بندي دي خلاصېدو او د هغې د اعدام کولو حکم بېرته اخیستلو غوښتنه وکړو.

همدارنګه ګډون کوونکو په لاس کې د شیخ نمر د خبرو پلا کارد او همدارنګه د بحرین بیرغ اوچتولو سره د دغه هیواد د غورځنګ پنځم کلېزه مبارکې ورکړه او دغه هیواد سره یی د تړون اعلان وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3474935

نویسنده:
razavi
captcha