قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «The Hans India» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند «رادیانس» اونیزې مشر اعجاز احمد اسلم پرون د ماشومانو د قرآن قرائت مقابلو تر پای رسېدو مراسمو کې د قرآن ښودنو ته د ټولنې اصلاح لپاره خپرولو ضرورت باندې خبرې وکړي.
هغه تاکید وکړو چې ټول باید د قرآن چې الهي پیغام دي په ټولنې کې اصلاحات پیدا کولو لپاره د خپرولو مسؤولیت احساس پیدا کړي.
احمد اسلم همدارنګه وویل: ماشومان نننۍ ټولنه کې د ژوند سبک په تیزي سره د بدلون منفي اثراتو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه: ماشومان باید د ریښتونې ګټې په معنا پوهه شي او په هر میدان کې چې غواړي فعالیت وکړي د هغې ضروري تخصص باید ترلاسه کړي.
هند کې د ماشومان قرآنی قرائت مقابلې د دغه هیواد د قرآنی مطالعاتو انجمن له اړخه د ماشومانو ترمنځه د معنویت او خپل ژوند کې قرآنی ښودنې ترسره کولو او ماشومانو کې د قرآن شوق ته وده ورکولو هدف سره پيل شوي.
دا مقابلې د دوه ډلو ترمنځه پیل شوي، چې ړومبنۍ ډله کې به د ۳ کلنو نه تر ۵کلنو او دویمې ډلې کې به د ۶ کلنو نه تر ۱۲ کلنه ماشومان مقابلې ترسره کړي.
تقریباْ ۱۷۵ ملیون مسلمانان په هند کې ژوندون کوي چې د هند د ولس شمېر په اساس نړۍ کې د ولس درېیمه حصه مسلمانان د پاکستان او اندونیزیا نه پس په هند کې ژوندون کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3475733