قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، د مالیزیا فدرالي سیمو وزیر «عدنان منصور» دې مطلب ته اشارې سره وویل: د هیواد د خپلواکۍ نه پس حکومت د اسلام خپرولو لپاره، هر کال په مختلفو برخو سیمیزه او نړیواله د قرآن کریم د قرائت مقابلې پیل کوي.
هغه چې د بوتراجایا قرآن کریم قرائت مقابلې د پای مراسمو کې تقریر کولو وویل: د دې هدف لپاره د قرآن کریم نورې زیاتې مقابلې په هیواد کې پيل کېږي، دې هیلې سره چې ځوانان به د قرآن سره آشنا ځوانان وي.
هغه تاکید وکړو: په زرګونو نوې ستونزو سره مخامخ کېدو، مسلمانان باید خپل اوچت تعلیم د لویو انسانانو غوندې نمونو ته بدل کړي او د مسلمانانو پوهاندو شمېر باید د دینی علمونو به ټولو برخو کې پرمختګ ولري.
منصور ادامه کې وویل: د دې هدف لپاره باید له ټولو فرصتونو نه په ښه ډول استفاده وکړي او د ټکنالوژي نه لکه د قرآنی موجود ساوتري نه چې د قرآن د مطالعه امکان په هر ځای کې ورکوي ترې ګټه ترلاسه کړي.