قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فنار نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سعید بن جبیر قرآنی نړیواله څلورمه جشنوزمه د اسفند میاشتې په ۱۸ نېټه شروع کېږي او تر درې ورځو یی ادامه ولرې.
په دې دوره کې د جشنوزمه نه علاوه د عراق، سوئد، دانمارک، ایران، لبنان، افغانستان، تاجیکستان، بریتانیا او ... قرآنی انجمنو او موسساتو هم شتون به هم لرلې.
عراق کې د قرآنی انجمنو اتحادیه مشر ناطق زرګانی وویل: د سعید بن جبیر قرآنی څلورمه جشنوزمه، د عراق قرآنی علمونو ملي مرکز او د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت قرآنی مرکز، د واسط پوهنتون قرآنی برخې، قرآنی انجمنونو او د عراق شیعیانو اوقاف هم ګډون کوې.
هغه زیاته کړه: په دې جشنوزمه کې له ۵۰ نه زیات پروګرامونه اجرا کېږي چې په کې قرآنی محفل، څېړنې غونډې او د نړۍ مختلفو هیوادونو قرآنی موسساتو له اړخه قرآنی غونډې شاملې دې.
په دې جشنوزمه کې همدارنګه د رسنۍ ځانګړي مقابلې به هم پيل کېږي چې په کې د دې جشنوزمه په ښه ډول خبر خپرول او د دې جشنوزمه نه ۱۰ ښکلې انځورونه انتخاب او معرفي کېږي.
زرګانی څرګنده کړه: د دې جشن د پروګرامونو له برخو نه د قرآنی خط نړیواله نندارتون پیل کول او د حکومتی او ځانګړې مدرسو محصلانو لپاره د قرآن کریم نړیواله ځانګړې محفلونه پیل کول هم دي.
سعید بن جبیر، د امام سجاد علیه السلام له مخلص شیعیانو او د قرآن کریم حافظ، قاري او مفسر وو، چې په کال ۹۵ قمري هجرۍ کې د د بنی امیه په وخت کې د عراق او حجاز تر ټولو ولې ظالم حجاج بن یوسف ثقفی، په لاس شهید کړلې شو.
سعید بن جبیر د حضرت امام علی علیه السلام د خلافت په وخت کوفه کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې، هغه د خپل وخت عالمانو نه وو.