قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د میانمار اراکان خبرونو نه په نقل، د بنګلادېش یو حکومتی روغتون مشر وویل: د روهینګیایی یو شمېر بیماران چې د برما اراکان ولایت نه دې روغتون کې بسترې شوي له یو مشترکې بیماري سره مخامخ دې او د دې بیماري نښې په ټولو کې یوه ده.
هغه زیاته کړه: دا بیماري د بیمار د پښتورګې او په وینه کې د ویروس خپرېدو سره شروع کېږي او په لږ وخت کې ټول بدن ته خپور کېږي.
هغه وویل: په دې روغتون کې د بیمارانو کورنۍ ویلې دې چې دا عجیبه او نادره بیماري د مسموم خوراکونو نه پس شروع شوي.
هغه زیاته کړه: د بیمارانو کورنۍ د دې مسمومیت عامل بودایی ټاکلې ځکه چې هغې به د کډه والو خوراک له وېش نه مخکې په زهرو کې ګډوله.
د بنګلادېش د حکومتی روغتون مشر وویل: هغه کسان چې په دې بیماري پروت دې ډېره مقابله له دې سره نشې کولې او یو څو میاشتو کې له نړۍ سترګی پټې کړې.
د راپور له مخې، د میانمار بودائیان خپلو نوې جنایتونو کې د مسلمانانو ماشومان دریابونو کې ډوبول دې.
http://iqna.ir/fa/news/3479809