IQNA

د بحرین د هیواد وزیر د شیعیانو سپکاوې وکړو

8:30 - March 06, 2016
د خبر لمبر: 3479916
نړیواله ډله: د بحرین د هیواد وزیر دې ته پام نه کولو سره چې د دې هیواد اکثره ولس شیعیان دې، هغوي د خارجیانو ګوډاګې او د غلط دین منونکې وټاکل.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د مرأة البحرین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین وزیر راشد بن عبدالله آل خلیفه په تونس کې عربی هیوادنو سره غونډه کې چې د حزب الله لبنان یو ترهګره ډله ټاکلو سره پایی ته ورسېدو خپلو خبرو کې د شیعه مذهب او شیعیانو سپکاوې وکړو.

هغه دې ته پام نه کولو سره چې د دې هیواد اکثره ولس شیعیان دې، هغوي د خارجیانو ګوډاګې او د غلط دین منونکې وټاکل.

هغه زیاته کړه: مونږ به د خپلې ټولنې له هر ډول غلط دین نه حفاظت کوو.

راشد آل خلیفه په ادامه کې وویل: بحرین د نورو په چارو کې ګوتې نه وهي او نورو د بحرین په چارو کې د ګوتو وهلو اجازت نه ورکوې.

بن راشد یو ځل بیا په ایران باندې توري ولګولو او ادعا یی وکړه: ځنې عربی هیوادونو کې د ایران ګوتې وهل خطر لرې او ایران دا کار په يو څو چارو کې لرې.

http://iqna.ir/fa/news/3480270

captcha