قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المجرة نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم دا نسخه چې ټولې پاڼې یی د کاڼې نه جوړې شوي او د انګلیس پراکس پایبر شرکت سره تړون لري. د نندارتون د پرانیستې په ورځ به نندارتونو ته وړاندې کېږي.
د کاڼې جوړه شوي قرآن کریم دا نسخه، چې په کې د لرګې نه استفاده نه ده شوي د ابو په وړاندې مقاومت لري.
د کاڼې نه جوړ شوي کتابونو ځانګړیتیا دا ده چې دا په بشپړه توګه یارغیدې شي او ۵۰ سلنه کمه انرژي مصرف کېږي، همدارنګه د کاڼې نه د کتابونو چاپ کولو کې استفاده سبب ګرځې چې نیم په نیم کاربن ډای اکسایډ د کاغذ نه کتاب چاپ کولو په مقابله کې کم شي چې د چاپ په صنعت کې دا یو مهم پرمختګ ګڼلې کېږي.
د کاڼو نه جوړې شوي پاڼې په مختلفو ډولو کې لکه د دینی کتابونو چاپ، د مبارکۍ کارډونو چاپ او ... کې استفاده ترې کېدلې شي، ځکه چې د ابو، غوړوالي او بکټريا په وړاندې مقاومت لري.
د دبی کاغذ شپږمه نړیواله نندارتون یا د منځني ختیځ کاغذي نړۍ نندارتون د اسفند میاشتې له ۱۱ نه تر ۱۳ پوری د دبی نړیواله نندارتون او کانفرانس مرکز کې پيل شو.
په دې نندارتون کې د ۳۶ هیوادونو استرالیا، پرتغال، سنگاپور، تایلند، آلمان، امارات او ... ګډون وکړو او خپل محصولات یی د کاغذ جوړولو، لیکلو او د لیک نورو سامانونو په اړه خلکو ته وړاندې کړل.
http://iqna.ir/fa/news/3480389