IQNA

تایلند کې د قرآن کریم د لرغونې نسخو را جمع کول

22:51 - March 11, 2016
د خبر لمبر: 3479929
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، محمد لطفی، د تایلیند نارایتوات ښار سامانمیت ویتایا کې د قرآن کریم او د اسلامی کتابونو د لرغونو نسخو جمع کول شروع کړي.

هغه وایئ دا مدرسه دوه کاله وړاندې د کتابونو را جمع کولو مرکز کې تبدیل شوي ده.

لطفي وایئ: د قرآن کرم دا نسخې له نه مونږ ته په ارث کې رسېدلي او ځنې د یمن، عربستان او اندونیزیا هیوادونو نه تایلیند ته راوړې شوې.

هغه زیاته کړه: یو قرآن چې له یمن څخه دې په کال ۱۶۳۴ کې لیکلې شوي.

لطفی ادامه ورکړه او وې ویل: مونږ کوښښ کوو چې د قرآن کریم ارزښتمنه نسخې چې د محلي اوسېدونکو سره دې هم را جمع کړو.

هغه وویل: د دې قرآنونو ځنې نسخې په ښه حالت کې دې او نورو ځینو ته نقصان رسېدلی نو باید دا قرآنونه د بې هوا ځای کې وساتلې شي چې له نموالې نور تخریب نه شي.

د محمد لطفي د وینا په رڼا کې ۷۴ د قرآن نسخې چې د ترکی کارپوهانو له اړخه جوړې شوي، اوس د دې مدرسې ځانګړي کوټه کې ساتلې کېږي او نورې ۲۹ نسخې هم د جوړولو مرحلې کې دي.

هغه وویل: د یوې نسخې جوړولو باندې تقریباْ د اته میاشتو نه تر یو کال پورې وخت لږې.

لطفی زیاته کړه: هیله لرو چې دا موزه به هیواد کې د اسلامی میراث یو ستر مرکز کې بدل شي چې د سیمې مسلمانانو سره سره له ټولې نړۍ لپاره جذب ولري.

http://iqna.ir/fa/news/3481277

captcha