قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر السابع الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د شیخ الازهر مرستیال د مصر الحیات چینل سره مرکه کې وویل: شیخ الازهر یو ځلې بیا دا غوښتنه کړي چې د شیعیانو او د سنی عالمانو ترمنځه مشترکې غونډې پيل کړي، په تېره بیا عراق کې چې د دې ډله ډلبندۍ له کبله په کې قتل، وینه بهول او تاوتریخوالي تراوسه مېشته دې او د دغه هیواد له مصلحتونو سره سمون نه لري.
هغه زیاته کړه: الازهر، یو سنی پوهنتون دي چې ټولو مذهبونه سره د شیعه مذهب په کې ښودلې کېږي خو ولی د تشیع سیاسي لارې په دې مرکز کې هیڅ ځای نه لري.
د شیخ الازهر مرستیال څرګنده کړه: الازهر د ټول اسلامی امت لپاره او د اسلامی ټولو مذهبونو لپاره یو دینی مرجع شمېرلې کېږي.
محمد مهنا په اخیره کې وویل: الازهر حتی یو ورځ هم د شیعیانو سره د مقابلې فکر نه دې کړې. دا مرکز د دین تاریخي، علمی او عقیدي مسؤولیت لري او هر وخت یی د دین نه سیاسي ګټې ترلاسه کولو سره مخالفت کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3482075