IQNA

11:41 - March 28, 2016
د خبر لمبر: 3479940
نړیواله ډله: اسپانیا کې د ایران کلتوری ادارې په همت سره د اسلامی انقلاب لارښود ژوند لیک «د دینی مدرسې نه تر سترې مشري» عنوان سره د مادرید ښار ماندالا انتشارات له اړخه چاپ او خپور شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له اړخه، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان د خبرونو او د عمومي اړیکو اداري نه په نقل، دا کتاب د علی اکبر ولایتی لیکلې اسلامی ستر دایرة المعارف کې «رهبرې معظم مقام» نه د ایران کلتوری اداري له اړخه اسپانیایی ژبه ته ژباړه شوي او اسپانیایی خپروونکي ته سپارلي شوی.

«د دینی مدرسې نه تر سترې مشري» په ۱۵۵ پاڼو کې د علی رضا اسماعیلی سرلیک سره، اسپانیا کې د ایران کلتوری ادارې له اړخه په درې برخو ژوند لیک، آثار او د لارښود په توګه د انقلاب لارښود آیت الله خامنه ای ژوند ته کتنه شوي.

ماندالا انتشارات د اسپانیا هیواد معتبر خپروونکې اداره ده چې یو شمېر کتابونه یی د اسلامی مطالعاتو په ډګر کې چاپ کړي دي.

http://iqna.ir/fa/news/3484587



د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: