قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه ایکنا راپور له مخې، د «Malay Online»،خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس په کوالالمپور کې پيل شو، شرکت کوونکو څرګنده کړه چې نه د سړو مشرتوب او نه د اسلام دین د مالیزیا په ټولنه کې د ښځو ځپلو سبب دی.
په دې کانفرانس کې څرګنده شوه: د مالیزیا مسلمانانو ښځو باندې ظلم اصل کې د سړې مشرتوب نه او د اسلام نوم نه ناوړه استفاده سره هغه د ټولنې یوې خاصې ډلې کنټرول او شنډولو لپاره دی.
فادیه ندوه فکری، دې کانفرانس کې شرکت کوونکې وویل: مالیزیا کې مخکې د اسلامی قانون نه په ښځو باندې قدرت لرلو لپاره استفاده شوي.
مالیزیا کې د اسلامی اکرام سازمان کې د ښځو څانګې مشره اسمه ابراهیم وویل: دا ناوړه استفاده په داسې حال کې شوي چې اسلام کې د ښخو او سړو ترمنځه هیڅ فرق نشته دی.
هغې زیاته کړه: قرآن کریم هیڅ کله د ښځو او سړو ترمنخه فرق نه دې کړي او د هغې حقوقو کې هم دې خبرې ته پام شوي.
دا کانفرانس د مالیزیا پوهنځې پنانګ له اړه د هیواد کې د مسلمانانو ښځو مقام ښه کولو موخې سره په دغه هیواد کې پيل شو.
http://iqna.ir/fa/news/3487567