IQNA

حرمین عسکریین علیهم السلام د خپلو زائرانو کوربه

0:09 - April 16, 2016
د خبر لمبر: 3479971
نړیواله ډله: د عراق شیعیانو اوقاف ادارې د حضرت امام هادي علیه السلام د شهادت په ورځ د اهل بیت علیهم السلام سره مینه کونکو یو شمېر کسانو په حرمین امامین عسکریین علیهم السلام کې د شتون خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د براثا خبرونو نه په نقل، د عراق شیعیانو اوقاف ادارې مالي او ادارې مرستیال سامی المسعودی یو بیانه کې اعلان کړي: د سامرا ښار هم اوس د خپلو یو شمېر زیاتو زائرانو او د اهل بیت علیهم السلام سره مینه کوونکو کوربه دي.

هغه زیاته کړه: د حضرت امام هادي علیه السلام عاشقان د عراق د مختلفو سیمو نه د حضرت امام هادي علیه السلام د شهادت کلیزه لمانځلو لپاره سامرا ته راغلې وو.

المسعودي په ادامه کې څرګنده کړه: د زائرانو خدمت کوونکې ادارې او مرکزونه یوه غونډه لپاره د زائرانو خدمت په ښه ډول ترسره کولو پيل کړه.

سامرا د عراق د ستر ولایت صلاح الدین له سترو ښارونو نه دي، په دغه ولایت کې د سره د امامین عسکریین علیهم السلام سپېڅلې مرقد، د امامزاده سید محمد (د امام هادي علیه السلام مشر زوې) مرقد په بلد ښار کې، د امام زمانه عج الله تعالی د مور مبارک او د امام زمانه عج الله تعالی د غیبت ګنبد هم شتون لري.

http://iqna.ir/fa/news/3487447


captcha