قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Stillwater Gazette» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سنت اندروز کلیسا په دې اړه ۴ اونۍ د «زما ګاونډي مسلمان دی: د اسلام پېژندنه» پروګرام کوربه وې.
دا پروګرام به له اتبار له ورځې پيل کېږي او په دې کې به تقریر کوونکې د اسلام په اړه او د اسلامی عقیدو په اړه خبری کوې.
همدارنګه مسلمانې ښځې او سړې به په دې پروګرام کې تقریر کوې او د پوښتنو ځوابونه به ورکوي او د جوماتونو امامانو سره به خبرو اترو غونډې پیل کېږي.
د سنت اندروز کلیسا کشیش سارا برکنریج، وایئ: دا د زدکړې یو ځانګړی فرصت دې چې ګاونډیانو ته د خپلې مینې اظهار وکړو.
د دې پروګرام لومړۍ غونډه «د اسلام پنځګونې اصول»به ۲۹ فروردین باندې پیل کېږي او یوسف عبدی د مینه سوتا ټولنیزه چارو کې د کډوالو چارو مشر به تقریر کوي.
همدارنګه ۵ اردیبهشت باندې به «قرآن او جهاد» د مینه سوتا اسلامی مرکز تېر مشر او د دینونو ترمنځه چارو مشر اویس بانونس له اړخه پيل کېږي.
همدارنګه ۱۲ اردیبهشت باندې قرآن او ښځې موضوع به د مینه سوتا اسلامی مرکز ښځو ټولنې تېر مشر او د مسلمانانې ښځو ادارې جوړوونکې او مشر له اړخه څېړلې کېږي.
د اردیبهشت ۱۹ چې اخیرنۍ ورځ ده د مینه سوتا اسلامی مرکز مشر شاه خان له اړخه به د دې پروګرام اخیرې تقریر ترسره کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3488298