قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Irish Times» ورځپاڼې نه په نقل، دا نسخه نندارتون کې د « نیلم او سرو زر: د روزبهار قرآن قصه» عنوان سره نندارې ته وړاندې کړې چې د ایرلنډ ولسمشر مایګل هیګینز د هغې په رسمي توګه پرانیستا وکړه.
روزبهان قرآن د شپاړسم نيمايي میلادي پېړۍ کې د یو ایرانی هنر مند (روزبهان محمد طبعی شیرازي) له اړخه چې د اسلامی هنر
عصر کې مشهور خطاط وو خطاطی شوې او د یوې غونډې له اړخه سینګار شوی.
د روزبهان قرآن یواځې ۵ نسخې پاتې او د هغې نه یو د ایرلنډ چستر بیتی کتابتون کې ساتلې کېږي.
دا نسخه په کال ۲۰۱۲ کې مرمت شوي ځکه چې د نسخه کې استعمال شوې رنګونو له وجهې پاڼې له یو بل سره نښتې وي.
د دې قرآن لومړي پاڼه له نیلم او سروزرو سره سینګار شوې چې قرآنی آیتونه یی پرې لیکلې.
د کتابتون مشر فیونوالا کروک د روزبهان قرآن نسخه یو ښکلې اثر ټاکلې.
د روزبهان قرآن ټولې پاڼې د مرمت لپاره بېلې کړې او اوس په « نیلم او سرو زر: د روزبهار قرآن قصه» نندارتون کې پاڼې پاڼې نندارې لپاره وړاندې کړي.
دا قرآن به تر ۷ شهریور پورې دې نندارتون کې د عامه نندارې لپاره به وې.
http://iqna.ir/fa/news/3488887