IQNA

د امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف د زیارت له اړخه چاپ شو

0:25 - April 23, 2016
د خبر لمبر: 3479987
نړیواله ډله: د امام علی علیه السلام سپېڅلې زیارت د امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف چاپ او خپرولو لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیات د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امام علی علیه السلام د زیارت ادارې شورا غړې عیسی محمد صالح الخرسان د دې زیارت له خبرونو مرکز سره مرکه کې د دې خبر اعلان سره وویل: د امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف چاپ او خپرول به د علوی زیارت له اړخه پيل کېږي.

هغه زیاته کړه: دا ځانګړې غونډه به د علوی زیارت ادارې له اړخه د سید نزار هاشم حبل المتین په مشرتوب کې کار کوې او محمد صالح الخرسان د زیارت د ادارې شورا غړې، د علوی زیارت د کلتوری او فکری چارو مشر اسعد الخاقانی او د دې زیارت د خطی نسخو برخې مشر شیخ صفاء به د دې غونډې غړې وې.

عیسی محمد صالح الخرسان ادامه کې وویل: دا ځانګړې غونډه د دې خطي مصحف چې له امام علی علیه السلام سره منسوب دې د زده کړو اکاډميکو ته د رسېدلو، علمي او مقایسوي کار شروع کړو او د دې کار لپاره یی د ایران، پاکستان او د بغداد المستنصریه پوهنتون کارپوهانو سره یی اړیکه نیولې چې د هغوي استقبال سره مخامخ شوي.

هغه زیاته کړه: په دې اړه د مختلفو څېړنو او مطالعاتو نمونې مونږ ته د مختلفو ځایونو نه را لېږلې شوې او دا غونډه د هغې څېړنې کوې چې له ټولو نه ښه ترې خوښه کړي.

الخرسان ادامه کې وویل: امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف نه انځور به په مسلکي توګه او د لوړ کیفیت سره اخیستلې کېږي او بیا له هر اړخیزه څېړنې او د هغې علمي اړخونو ثابت کولو نه پس د دغې نسخې د عمر په اړه څېړه کېږې او د څېړنې اخیرنۍ مرحله یی د راډيو د کاربن په پوستکي ازموینه نه پس په دغه مصحف به لیکلې کېږي.

الخرسان زیاته کړه: همدارنګه مونږ د کوفې خط کارپوهانو سره هم اړیکې نیولې چې د دې مصحف خط تشخیص ورکړې او په دې اړه څېړنې ترسره کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3490081


captcha