قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Sputnik News» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان روزنې او زدکړې چارو وزیر محمد رحمان په رسمي توګه دغه هیواد کې اعلان کړي: د پاکستان حکومت کوښښ کوې چې د قرآن کریم زدکړې په حکومتي ښوونځیو کې په اجباري توګه دغه هیواد کې پيل کړي.
هغه وویل: دا بهیر به د ټولو ولایتونو نه مشورې نه پس په یو کانفرانس کې د زدکړو او روزنو ټولو مشرانو په شتون کې شروع کېږي.
هغه زیاته کړه: د دې پروګرام موخه د محصلانو له قرآنی زدکړو ته ترغیب کول او د مختلفو موضوعاتو او نظرونو لټول دې.
قرار ده چې د ابتدایې ښونځیو محصلان به د قرآن لوستلو زدکړه تر لاسه کوې او له شپږم نه به د قرآن کریم ژباړه او حفظ شروع کېږي.
د تېر کال دي میاشته کې سردار محمد یوسف، د پاکستان د دینی چارو وزیر اعلان کړې وو چې حکومت به ډېر زر د قرآن زدکړه په حکومتي ښونځیو کې جبري کړې.