IQNA

پاکستان لاهور کې د رمضان بازارونه جوړېږي

8:03 - April 29, 2016
د خبر لمبر: 3480003
نړیواله ډله: له ۱۳ خرداد نه د رمضان میاشتې لپاره ۲۸ ځانګړې ښارونه به د پاکستان په لاهور ښار کې شروع کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ډیلی ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، ولایتي حکومت لاهور ښار کې ځانګړې ټیمونه د رمضان بازارونو کې د امنیت او روغتیا خیال ساتلو لپاره ټاکلې دې او همدارنګه یی د تازه او سالم خوراکي څېړونو شتون لپاره قانون جوړ کړې دې.

د لاهور سیمې د همغږي مشر محمد عثمان، یوه غونډه کې چې د امنیتي تدابیر څېړنې، د ګاډو د ودرولو ځای او د تازه او سالم خوراکونو پوره کولو لپاره ترسره شوې وه کې وویل: هغه ټول ځایونه چې په کې د رمضان بازار به جوړېږي ټاکلې شوي او د دې بازارونو جوړولو موخه د ښاریانو لباره د رمضان معنوي میاشتې کې د حد اکثر سوکالۍ برابرول دي.

هغه زیاته کړه: ښاریان کولې شي له نورو بازارونو نه دې بازار کې ارزان او د ښه کیفیت خوراکونه ترلاسه کړي.

عثمان ټینګار وکړو: د ضروري څارنو لپاره به ټیمونه هم ګشت کوې او هغه کسانو لپاره قانون وضع شوې چې که چرې څوک د دې بازار لپاره ټاکلې شوې قانون پام ؤ نکړې نو ورسره برخورد وکړي.

په دې غونډه کې د لارهو ښاریزه غړو او مسؤولانو شتون لرلو او د رمضان المبارک میاشتې بازارونه جوړولو قوانین یی ترلاسه کړل.

هغوي همدارنګه د رمضان بازارونو کې د څيزونو لړ لیک وڅېړو او همدارنګه یی د رمضان المبارک میاشته کې د فقرا او حاجت لرونکو سره مرسته کولو لپاره یوه خاص ځای وټاکلو.

http://iqna.ir/fa/news/3492263


captcha