IQNA

د کویت «الخرافي» قرآن ملي مقابلو ګټونکو لمانځل

8:14 - April 29, 2016
د خبر لمبر: 3480005
نړیواله ډله: د کویت «الخرافي» قرآن حفظ ملي مقابلو نور لسمه دوره کې د ګټونکو لمانځلو مراسم پیل کولو سره له ۱۴۳ قرآن حفظ کوونکو نه درناوي ترسره شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کونا کویت رسمي خبرونو نه په نقل، د کویت له مختلفو سیمو نه ۲۰۲۰ مقابله کوونکو د «محمد عبدالمحسن الخرافی» د سړو قرآن حفظ سراسري مقابلو په نور لسمه دوره کې ګډون وکړو چې په اخیره کې ۱۴۳ قرآنی حافظان ولمانځلې شو.

د دې مقابلو پيل کولو مشر «حسام الخرافی» د دې مقابلې مراسمو کې ټینګار سره دا دارنګه مقابلې پيل کولو اهمیت او د هغې د الهي کتاب ښودو او زدکړو باندې عمل او د قرآن حفظ او تلاوت سره عشق زیاتولو کې تاثیر بیانولو سره وویل: د قرآن دې مقابلو کې د کویت له مختلفو سیمو او د نورو ملتونو چې دې هیواد کې مېشته دې د ګډون او مقابلې ترسره کولو شاهد یو.

هغه زیاته کړه: په دې مقابلو کې د کویت زړه روښانه(ړانده) کسانو ګډون سره د معزوره کسانو او د کڼو کسانو له مختلفو ډلو(ماشومان، ځوانان) چې له ۴۵ هیوادونو نه راغلې او کویت کې مېشته دې هم شتون لرلو.

هغه ادامه کې د دارنګه حافظانو د الهي کتاب حفظ کولو او د هغې به ښودو او احکامو باندې عمل کولو باندې ټینګار وکړو.

تقریباْ ۲۰۰۰ مقابله کوونکې ښځو «محمد عبد المحسن الخرافی» د ښځو قرآن حفظ سراسري مقابلو نور لسمه دوره کې هم شتون لرلو چې په اخیره کې له ۱۰۵ ښځې د ګټونکو په توګه په دغه مراسمو کې ولمانځلې شوې.

د الخرافي قرآن حفظ مقابلې لومړي ځل په کال ۱۹۹۷ کې د کویت ملي غونډې مشر جاسم الخرافي له اړخه شروع شوې وې او بیا د بیت القرآن الکریم له اړخه د دې مقابلو پیل کولو اقدام له ځنې دولتي او محلي انجمن او موسساتو په مرسته ترسره کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3492182


captcha