IQNA

د پېښور یو جومات کې لاسي بم غورځولی

3:07 - May 04, 2016
د خبر لمبر: 3480013
نړیواله ډله: نامعلومو وسله والو د پاکستان پېښور ښار په جومات کې لاسې بم غورځولو سره د یو شمېر خلک ژوبل کړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د انشرة نه په نقل، خبری سرچینو اعلان کړي: په دې پېښه کې 18 کسان ژوبل شوې چې روغتون ته منتقل شوي.

نامعلومو کسانو چې په موټرسیکل باندې سپور وو د پېښور تهکال سیمه کې یی جومات ته بم را وې غورځولو. دا پېښه د ماښام لمونځ نه پس پیل شوې او یو شمېر خلک چې تقریر ته ناست وو د بم لیدلو سره بهر ته تېښته کړی وه.

د دې پېښه نه ورستو امنیتي ځواکونو راغلل او د څېړنو اعلان یی وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3494139

بچوې: quran pashto ، pashto quran ، islamic ، peshawar ، pashto ، quran ، ali
captcha