قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الشرق خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی مرکز د هند جنوبی ساحل کرالا ولایت یو کلې کې جوړ شوې چې مساحت یی ۲۶۵ مېټر مربع دي.
د قرآن حفظ کولو دا مرکز دوه چتیزه جوړ شوې او په کې څلور کلاسونه جوړ شوې، یو اداري دفتر، کتابتون او د قرآن ښوونکو کوټه هم لري.
دا مرکز د قرآن حفظ کولو په اړه خپل خدمات وړاندې کوې او ۱۵۰ پنځه کلنې او ۱۰کلنی ماشومانو ته به ښودنې کوې، دغه کلې کې تقریباْ څلور زره کسان مېشته دې.
دا قرآنی مرکز به دغه سیمه کې لومړی قرآنی مرکز دې دغه سیمه کې اکثریت د مسلمانانو دي او دا یو ښه فرصت دې چې د دغه سیمې ماشومان له قرآن او د قرآن حفظ کولو اصول او پوهنو سره او دینی پوهنې هم ترلاسه کړي.
همدارنګه دا مرکز د قرآن ۱۲ ښوونکو لپاره ښکلې فرصت ورکوې اوبې له شکه چې د هغې د روزنې او علم ښوونې سطح نوره هم اوچته کوې او د دغه سیمې مسلمانانو باندې هم اثر اچوې.
همدارنګه په دې مرکز کې مازدیګر د قرآن حفظ، تلاوت او شرعي علمونو ښودنې د دغه کلې خلکو ته ورکړې کېږي چې د ماشومانو او لویو قرآنی روزنه ترسره کړي.
د هند کرالا ولایت کې زیات مسلمانانو شتون لرې چې ماشومان یی له نمر را ښکاره کېدو نه مخکې سهار وختي د قرآن حفظ کولو موسسه ته راځې او بیا د نورو زدکړو لپاره خپلو ښوونځو ته ځي.
http://iqna.ir/fa/news/3494408