قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا نه په نقل له فرانس خبرونو لیکلې: د بنګلادېش سترې محاکمې د بنګلادېش د جماعت اسلامی لارښود مطیع الرحمان نظامی (د دغه هیواد د ستر اسلامی ګوند) د اعدام حکم باندې د څېړنې درخواست رد او دغه حکم یی تایید کړو.
د بنګلادېش داکا مرکزي ښار پولیس او امنیتي ځواکونو د زیارت په ورځ د مطیع الرحمان د اعدام حکم رد کولو درخواست باندې څېړنې نه پس د دغه هیواد د جماعت اسلامی مشر د اعدام حکم تایید کړو.
د الجزیره راپور له مخې، د بنګلادېش سترې محاکمې، د دغه هیواد تر ټولو ستر اسلامی ګوند لارښود د بنګلادېش د خپلواکۍ کال ۱۹۷۱ کې د جنګی جرمونو پيل کولو او د پاکستان سره تړلې د وسله والې ډلې جوړولو جرم کولو سره د اعدام کولو تایید کړې.
سره د دې چې دا حکم د بنګلادېش ځنې حقوق پوهاندو او مخالفانو یو سیاسي حکم ګڼلې.
مطیع الرحمن نظامی چې او ۷۳ کلیزه دي له کال ۲۰۰۰ نه تر اوسه د جماعت اسلامی د بنګلادېش تر ټولو لوي اسلامی ګوند لارښود دي او له کال ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۶ پورې د بنګلادېش د ائتلافي حکومت وزیر وو.
http://iqna.ir/fa/news/3495323